د IAEA مشر دې له غیرحرفه وي څرګندونو ډډه وکړي
د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر د ایران د سوله ایز ایټمي فعالیتونو په باب دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د مشر پر غیر تخنیکي چلند سختې نیوکې وکړې.
محمد اسلامی په یوه ټيلیویژني پرورګرام کې بیګا ووئيل، د ایران دتاسیساتو په لیدو کې د آژانس لوړپوړي استازي ، یو ناسم راپور وړاندې کړ او د آژانس مشر رافایل ګروسي هم هغه رسندوئي کړ چې دا چلند حرفه وي نه دی.
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر ددې خبرې په کولو سره چې دایران اسلامی جمهوریت د دینا درې فیصدي ایټمی ظرفیّت په اختیار کې لري،خو د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس پنځه ویشت فیصدي پلټنې له ایرانه ترسره کیږي، ووئيل، حتی په یوه مورد کې هم راپور شوې نه ده چې ایران له سوله ایزې لارې انحراف درلودلی دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د مرستیال په وینا، دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس پابند دی سوله ایزه ایټمی ټيکنالوجي دټولو په اختیار کې ورکړي او دنده لري ، ددې موضوع ملاتړ او ورڅخه پشتیباني وکړي،خو د ایران موضوع یوه سیاسی او د د ښمنۍ په سر ده .
محمد اسلامی ددې خبرې په کولو سره چې لویدیځ نه غواړي،اسلامی ایران ایټمی ټيکنالوجۍ ته لاس رسی ولري،روښانه کړه،د تورونو نامې او هغه ځایونه چې په اړه ئې پوښتنه کوي،شل کلونه کیږي چې تکراریږي او ددغو ټولو تورونو نتیجه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې سند دی چې ایران منلی د تورونو د دوسیې د بندولو او د بندیزونو د لغوه کیدا په بدل کې،دخپلو ایټمی ظرفیّتونو تر یوې محدودې مودې پورې په ځنډولو سره او دپخو شوو یورانیمو د اندازه په محدودولو سره، په مینځ کې اعتماد بحال شي.
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر زیاته کړې،په امنیت شورا کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې سند،۲۲۳۱پریکړه لیک شو او ددغه سند په اساس ،دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس ددغه سند کړچار په درو میاشتو کې یو ځل د آژانس واکمنې شورا ته او په شپږو میاشتو کې یوځل امنیت شورا ته راپور کوي. هغه ووئیل،ایران په سیف ګارډز کړچار کې هیڅ مشکل نه لري،خو لویدیځي هیوادونو د هغو پوځي احتمالی اړخونو(پي ایم ډي)مسئلې بیرته راویستلې او د هغو په باب راپور ورکوي، چې هیڅ حقوقي بڼه نه لري.
ایټمی ټيکنالوجي یوه چورلیزي او اساسی ټیکنالوجي ده چې د ماډرن ټيکنالوجیو په پراختیا او د ماډرن صنائعو په پرمختګ کې لویه ونډه لري. دایران اسلامی جمهوریت هم دځاي متخصصانو په توانمنیو باندې په تکیې سره، سوله ایزې ایټمي ټينکالوجۍ څخه استفادې ته مخه کړې او په ښه نیّت سره ئې ثابته کړې ده چې له دغې ټيکنالوجۍ څخه له سوله ایزې اوصنعتي استفادې پرته بله هیڅ موخه نه لري.