دمشق ته د ایران د بشردوستانه مرستو د لېږدولو الوتکه ورسېده
دغه الوتکه چې ۴۵ ټنه د ایران خوراکي، روغتیايي او درمل پکې بار وو، نن سهار د دمشق هوايي ډګر ته ورسېده.
د دوشنبې په سهار د ریختر په کچه د ۷،۸ درجې زلزلې د ترکیې سویل او د سوریې شمال ولړزاوه، چې د وروستیو شمېرو له مخې د دغې زلزلې له امله د مړو شمېر ۴۳۷۲ او د ټپیانو شمېر لسګونه زره کسانو ته رسېدلی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د سوریې د ملکي چلند ادارې مشر مخکې اعلان وکړ چې د ایران، متحده عربي اماراتو، روسیې او هند د بشري مرستو پنځه الوتکې به د سه شنبې په ورځ د دمشق او لاذقیه هوايي ډګرونو ته ورسیږي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې د ملګرو ملتو له غړیو هېوادونو، د دغه سازمان له سکرتریت، د سره صلیب له نړیوالې کمېټې او نورو دولتي او غیردولتي بنسټونو وغوښتل چې د وروستۍ زلزلې له امله رامنځته شوی بشري ناورین حل لپاره د سوریې له حکومت سره مرسته وکړي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت هم له هغو هېوادونو او بنسټونو څخه چې د دغه هېواد له خلکو سره یې پیوستون څرګند او په دې سختو حالاتو کې یې د مرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ، ډېره مننه وکړه.