د مشر تابه ستر مقام اسلامي رحمت او مهربانۍ ته پام لري
(last modified Thu, 09 Feb 2023 09:58:20 GMT )
Feb 09, 2023 14:28 Asia/Kabul
  • د مشر تابه ستر مقام اسلامي رحمت او مهربانۍ ته پام لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د بلواو د محکومانو د بخښنې له وړاندیز سره د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه ای موافقت د اسلامي رحمت او مهربانۍ مسلې ته د هغه حضرت د پام کولو په لړ کښې وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د امریکا له ملي راډیو سره په مرکه کښې د قضايي قوې د مشر په وړاندیز سره  د ګڼ شمیر بلواګرو او تورنو کسانو د سزاګانو له کمولو او د دغو کسانو له بخښلو  سره د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د موافقت په هکله وویل د مشر تابه ستر مقام د رحمت او د مهربانۍ مسلې ته ځانګړی پام لري.

د امریکا د ملي راډیو خبریال له شیطنت څخه په یوې ډکې پوښتنې کښې هڅه وکړه داسې القا کړي چې د ایران په وروستیو بلواو کښې په لسګونو زره کسان نیول شوي دي او په دوام کښې یې غوښتل د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په درشل کښې د مشر تابه د ستر مقام د بلواګرو د بخښلو حکم تر پوښتنې لاندې ورولي.

سره له دې د ایران خارجه وزیر د دغه پوښتنې په ځواب کښې وویل د بلواو په بهیر کښې د ایران په پوهنتونونو یا د پوهنتونونو په انګڼ کښې هیڅ محصیل ونه نیول شو په حقیقت کښې هغه کسان چې ونیول شول داسې کسان وو چې په واټونو کښې یې په بلواو کښې لاس درلود.

هغه وویل د ایران د بلواو په وخت هیڅ خبریال نه دی نیول شوی.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د لویدیځو هیوادونو رسنیو د مهسا امیني د مړینې په هکله زیات تبلیغات کول خو کله چې د الجزیرې ټیلي ويژن خبریاله ابو عاقله د صهیونیسټ رژيم د عسکرو په لاس ووژل شوه نو هیڅ خبره یې نه کوله.

هغه وویل په هغو اقداماتو کښې چې لویدیځو هیوادونو د ایران د بلواو په پلمه د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد ترسره کړل د اټومي خبرو اترو څنګ ته کول وو او په همدې لړ کښې یې په خپلو نیمګړتیاو باندې د برغولي د کیښودلو لپاره هڅه وکړه چې ایران ګرم وښيي.

 

ټیګونه