افغانستان د ایران په خارجي سیاست کښې ځانګړی مقام لري
زمونږ خبریال راپور راکړی په هرات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول «محمد صدیقي فر» وویل: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کښې ځانګړی ځاې لري.
په هرات کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول محمد صدیقي فر د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې او د سباوون د لسیزې په مناسبت په یو لړ مراسمو کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې افغانستان د ایران په بهرني سیاست کښې ځانګړی مقام لري وویل په ټولو زمینو په تیره بیا له نشه ییزو موادو سره په مبارزې کښې ملګرتیا او د افغانستان پراختیا د دغه هیواد په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجي سیاست اصول دي.
هغه وویل ایران په تیرو پنځوسو کلونو کښې له هرډول سیاسي بدلونونو ورتیر د افغانستان د ملت په څنګ کښې و او دی او د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو له زغملو سره سره د افغانستان د حالاتو په هکله بې تفاوته نه و او نه دی او په ایران کښې د افغانستان د شپږ میلونه کډوالو شتون افغانستان ته د ایران د پام یوه بیلګه ده.