ایران له افغانستان سره بشردوستانه مرسته کړې ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري مرستو کڅوړې د افغانستان په پلازمینه کابل کې ووېشل شوې.
د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د کړکېچ په صورت کې د افغانانو اصلي منزل او پناه ځای ګڼل کېږي. په افغانستان کې د دوو لسیزو امریکايي اشغال او پرلپسې سیاسي ناورینونو په ترڅ کې ایران د میلیونونو افغانانو هرکلی کړی او تل یې د دغه هېواد خلکو ته بشري مرستې رسولي دي.
د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د امام خمیني (ره) په مشرۍ د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۴مې کلیزې په مناسبت په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت خلکو ته د بشري مرستو نوې کڅوړه ووېشله.
په كابل كې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي وويل، چې په دې وروستيو ورځو كې د ایران نوې بشري مرستې افغانستان ته رسېدلې او يوه برخه يې د كابل پر خلكو وېشل شوې ده.
د ایران ډیپلومات د افغانستان د مظلومو خلکو پر وړاندې نړیوالو بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د افغانستان نیواکګرو هېوادونو د دغه ملت پروړاندې د پراخو اقتصادي بندیزونو په لګولو سره سخت اقتصادي حالات رامنځته کړي دي او د نړۍ د ولسونو دنده ده چې په دې شرایطو کې د دغه هېواد د خلکو تر څنګ ودریږي.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو څلورو لسیزو کې تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وو او اوس هم د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د نویو لارښوونو پراساس د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په تېر يو نيم کال کې يې له دغو خلکو سره خپلې مرستې کړي دي او دغه هېواد ته يې ليږلي دي .
د طالبانو د سرپرست حکومت پر وړاندې نړیوال بندیزونه او په امریکا کې د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل کېدو د دغه هېواد اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی. نړیوالو سازمانونو هم په وار وار په افغانستان کې د لوږې او د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.