د ایران د بشردوستانه مرستو شپږمه الوتکه سوریې ته ورسېده
د سوریې زلزله ځپلو خلکو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري مرستو شپږمه الوتکه د جمعې په سهار د لاذقیه په هوايي ډګر کې ښکته شوه.
په لاذقیه کې د ایران د کلتوري چارو سلاکار علیرضا فدوي له ایرنا سره په مرکه کې وویل: په تېرو دریو ورځو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دوهمه الوتکه چې د سوریې په شمال لوېدیځ کې له زلزله ځپلو خلکو سره د ۱۹ ټنو مرستو په شمول بشردوستانه مرستې پکې دي، لاذقیه ته رسېدلې ده.
له دې مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د هوایي مرستو دوه بیړۍ دمشق ته او دوه بیړۍ هم حلب ته استول شوې وې چې لاذقیه ته د دوهمې الوتکې په استولو سره سوریې ته د ایران د اسلامی جمهوریت د استول شویو الوتکو شمیر په تېرو درېیو ورځو کې شپږ ته ورسېد.
د دوشنبې په سهار (د فبرورۍ شپږمه) د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې د سوریې په پنځو ولایتونو کې ډېر زیانونه اړولي، پر مادي زیان سربېره له ۱۹ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
د زلزلې د شدت له امله د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو اټکل کېږي.