د خدای په فضل سره د ایران پر ضد د امریکا ټولې دسیسې شنډې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127722-د_خدای_په_فضل_سره_د_ایران_پر_ضد_د_امریکا_ټولې_دسیسې_شنډې_شوې
د تهران د جمعې د لمانځه خطیب وویل: امریکا په ایران کې د دسیسو لپاره تحقیقاتي موسسې جوړې کړې، خو د خدای په فضل سره دغه ټولې دسیسې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته شنډې شوې.
(last modified 2023-02-11T02:28:06+00:00 )
Feb 10, 2023 12:30 Asia/Kabul
  •  د خدای په فضل سره د ایران پر ضد د امریکا ټولې دسیسې شنډې شوې

د تهران د جمعې د لمانځه خطیب وویل: امریکا په ایران کې د دسیسو لپاره تحقیقاتي موسسې جوړې کړې، خو د خدای په فضل سره دغه ټولې دسیسې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته شنډې شوې.

آیت الله سید احمد خاتمی په تهران کې د جمعې د لمانځه په خطبو کې د اسلامي انقلاب د بریا د ۴۴مې کلیزې په یادولو سره زیاته کړه: د ۵۷ کلن پهلوي حکومت نسکورېدل، د خدای د قدرت له ارادې پرته بل څه نه وو؛ داسې رژیم ړنګ شو چې د ازادۍ ضد او د دین ضد و.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه: استکبار د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په څو کلونو کې د ایران له ملت  سره جګړې ته راغی، خو په تېرو څلوېښتو کلونو کې د هغوی ټولې دسیسې شنډې شوې.

آیت الله خاتمي همداشان د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې په لاریون کې د ایران د خلکو پراخ ګډون یو صالح عمل وباله او د سبا ورځې لاریون یې د ایران د ملت د لیدلوري نښه وبلله.

سبا شنبه د ۱۴۰۱ کال د سلواغې میاشتې ۲۲ نېټه چې د ۲۰۲۳ کال د فببرورۍ له ۱۱ نېټې سره سمون خوري د ایران د اسلامي انقلاب د بریا له ۴۴مې کلیزې سره برابره ده.