په ټول ایران کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب لاریونونه پیل شول
زمونږ خبریال راپور راکړی په ټول ایران کښې نن د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې یعني د سلواغې د دوه ویشتمې نیټې لاریونونه او جشنونه پیل شول.
نن د شنبې ورځ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې دوه ویشتمه او د ۲۰۲۳ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې یولسمه نیټه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له څلورڅلویښتمې کلیزې سره سمون خوري.
د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې لاریونونه او مراسم نن سهار نهه بجې د ایران په اته دیرش زره کلیو او څوارلس سوه ښارونو کښې پیل شوي او د ایران او د خارجي هیوادونو شپږ زره خبریالان او رسنۍ دغو لاریونونو ته پوښښ ورکوي.
د ایران د ټولو ولایتونو په مرکزونو کښې دیارلس سوه اوه پنځوسو زده کونکو ډلو لخوا د سرودونو ویل د روان کال د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې د لاریونونو په پروګرامونو کښې شامل دي.
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي به په تهران کښې په لاریونونو کښې ګډون کونکو ته وینا وکړي.