د ایران او د امریکا ترمینځ د پیغامونو تبادله روانه ده
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني ټينګار وکړ د تهران او د واشنګټن ترمینځ د پیغامونو د تبادلې په چوکاټ کښې خبرې هماغه راز دوام لري او دواړه لوري یوبل ته د خپلو لیدتوګو د تبادله کولو په حال کښې دي.
د ایران د باندنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني د لبنان له المنار ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د بایکاټونو د لغو کیدا د خبرو اترو د وروستیو بدلونونو په اړه وویل د ایران د اسلامي جمهوریت اټومي فعالیتونه کاملا اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ژمنو او د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي په چوکاټ کښې دي.
هغه وویل مونږ له امریکا سره نیغ په نیغه ارتباط نلرو خو طبیعي ده چې د ایران او د امریکا ترمینځ د پیغامونو تبادله د یوه مینځګړي په وسیله ترسره کیږي او کله نه کله دغه مینځګړی یو اروپايي هیواد یا غیر اروپايي هیواد وي.
علي باقري کني په ایران کښې د وروستیو بلواو او په دغو بلواو کښې د لویدیځو هیوادونو د رول په هکله وویل د هغو بدلونونو او پیښو په هکله چې د ایران په داخل کښې رامینځته شي ممکنه ده چې اروپايي هیوادونه غلط محاسبات ولري خو کله چې دوې د ایران له حقیقتونو او د عمل له ډګر سره مخامخ شول نو خپل لاسونه یې خالي ولیدل او هیڅ شی په اختیار کښې نه و چې وغواړي هغه د خبرو اترو په ډګر کښې ترلاسه کړي.
د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني جوته کړه د ایران د اسلامي جمهوریت یوه سره کرښه د هغو تضمینونو بحث و چې باید ایران ډاډ لرونکي تضمینونه ولري چې مقابل لوری( امریکا) خپلو ژمنو ته پاې بنده ووسي ځکه چې په دغو خبرو کښې اصلي هدف د بایکاټونو ختمول دي په دې ډول چې د ایران خلک د دغو بندیزونو له ختمیدا اقتصادي ګټه پورته کړي.
هغه له صهیونیسټ رژیم سره د سیمې د ځینو عربو هیوادونو د سازباز په اړه وویل د سیمې له هیوادونو سره په تعامل کښې د صهیونیسټ رژیم حرکت یو فعال نوښت نه دی بلکې یو منفعلانه حرکت دی ځکه چې صهیونیسټ رژیم په داخل کښې له مشکلاتو سره مخ دی.