Feb 21, 2023 14:08 Asia/Kabul
  • اینټرنیشنل ترهګر ټیلي ويژن له لندن امریکا ته انتقالیږي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي له بریتانیا څخه امریکا ته د اینټرنیشنل ټیلي ويژن چینل انتقالیدل د څو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو ترمینځ د کار ویشل وبلل.

اینټرنیشنل ټیلي ويژن چې مرکز یې په لندن کښې دی نوي شرایط تجربه کوي؛ او کارکونکي یې د ایران له وروستیو بدلونو او د دغه چینل د ملاتړو لخوا د مالي، سیاسي او د معنوي ملاتړونو له بندیدا وروسته له جدي مشکلاتو سره مخامخ دي.

اینټرنیشنل ټيلي ويژن ویلي دي غواړي د خپل فعالیت د دوام لپاره خبري بولیټن واشنګټن ته منتقل کړي او ځینو کسانو وړاندیز کړی دی چې دغه دفتر ریاض ته انتقال شي او ویلي یې دي ممکنه ده چې په امریکا کښې د لندن په شان  له برخلیک سره مخامخ شي ځکه چې د دغه ټیلي ويژن د مصرف نیټه کابو دوه میاشتې کیږي چې پاې ته رسیدلي ده.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل اینترنیشنل ترهګرۍ رسنۍ ته اړونده بدلونونه د دې ښودنه کوي چې دغه ټيلي ويژن چینل د انګلستان په شمول د څو معلومو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو لخوا ملاتړ او مدیریت کیږي.

هغه امریکا ته سپارښتنه وکړه د یوې ترهګرې او د تاوتریخوالي غواړي رسنۍ په کوربه توب کولو کښې خپلو ټولو نړیوالو او حقوقي مسوولیتونو ته متوجه ووسي ځکه چې ایران د راتلونکو تعقیبونو لپاره خپل ټول حقوق خوندي ګڼي او ضروري اقدامات به هم ترسره کړي.

 

ټیګونه