ایران د اروپا او د انګلستان په یوشمیر کسانو بندیزونه ولګول
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت بیګا په اروپايي اتحادیې کښې په پینځلسو کسانو او دیارلس ارګانونو او د انګلستان په اتو چارواکو بایکاټونه ولګول.
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي دغه وزارت د متقابل عمل په توګه د بریتانیا او د اروپايي اتحادیې یوشمیر کسان او ارګانونه له ترهګرۍ او ترهګرو ډلو د ملاتړ کولو ، د ایران د خلکو پرضد له تاوتریخوالو ډکو او ترهګرو اقداماتو ته د خلکو د هڅولو ، د ایران د اسلامي جمهوریت په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې ، د ایران په هکله د غلطو اطلاعاتو د خپرولو او دودولو او دغه راز د ایران د خلکو پرضد د ظالمانه بایکاټونو په زیاتولو کښې د مشارکت په دلیل چې اقتصادي ترهګرۍ ده تر بایکاټ لاندې راولي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په تیرې دوشنبې ورځ ویلي وو چې د اروپايي اتحادیې وروستیو بایکاټونو ته په ځواب کښې به زر د دغه اتحادیې پرضد د ایران لخوا بایکاټونه ولګول شي.