سپاه پاسداران د نړۍ د مستضعفانوهیله دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128536
سپاه پاسداران د ایرانی ملت سترګې او چراغ ، د دغه ټاټوبی د امنیت او ارامښت تضمینونکی او د نړۍ د مستضعفانو زړه ګرمی ده .
(last modified 2023-02-25T07:51:07+00:00 )
Feb 25, 2023 12:13 Asia/Kabul
  • سپاه پاسداران د نړۍ د مستضعفانوهیله دی

سپاه پاسداران د ایرانی ملت سترګې او چراغ ، د دغه ټاټوبی د امنیت او ارامښت تضمینونکی او د نړۍ د مستضعفانو زړه ګرمی ده .

 

د ایران د اسلامي شورا مشر ښاغلی قالیباف نن د حضرت امام حسین علیه اسلام د نیکمرغه زوکړی او پاسدارورځې په مناسبت د مبارکی ویلو په ترڅ کې وویل سپاه پاسداران د ایرانی ملت سترګې او چراغ ، د دغه ټاټوبی د امنیت او ارامښت تضمینونکی او د نړۍ د مستضعفانو زړه ګرمی ده .

ښاغلی قالیباف زیاته کړه د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک تل د زلزلې ، سیلاب او نورو بلاګانو او پیښو کې او په هر ځای کی چی خلک مرستې ته اړتیا ولرلې شی ، نه یوازې د یوه ځواک په چوکاټ کې بلکې د یوه عظیم اجتماعی سازمان په شان د درست ملت مرسته کوی او د خلکو له اوږو مشکلات لیری کوی .

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي  هم تېره ورځ د حضرت امام حسین علیه السلام د زورکړې د کلیزې په مراسمو کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له یو شمېر ځواکونو سره په لیدنه کې وویل: نن سبا، دښمنان د سپاه له نامه څخه ویریږي، او هغوی ځکه له سپاه سره ستونزه لري چي دغه سپېڅلي ځواک له الهي ارزښتونو، ولس او خپل ټاټوبې څخه دفاع کوي.

رئیسي زیاته کړه: دښمنان په ځلونو اسلامي ایران سره، مقابلې ته وتلي او هر ځلې ماته خوړلې ده او خپله هم په دې باندې اعتراف کوي.

د ایران ولسمشر د دې په بیانولو چي د اسلامي نظام دښمنان به تل ماتې سره مخامخ شي، جوته کړه: زمونږ دښمنان د سپېڅلي دفاع، اقتصادي جنګ او رسندویې جنګ کې هم ماته خوړلې ده.

رئیسي ټینګار وکړ چي د داعش ترهګره ډله د نړیوال استکبار له لورې رامینځ ته شو لیکن سپاه پاسداران په خپل حضور سره، امنیت رامینځ ته کړ او د ټروریزم د ماتولو په زمینه کې یې ځلانده کړچار په خپلې نامې سره ثبت ته ورساوه او په دې لړ کې شهید سردار قاسم سلیمانی ټروریزم سره د مبارزې اتل شو.