اسلامي ایران د فلسطین په خلکو باندې بریدونه وغندل
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د نابلس په خوا کښې په حواره ښارګي کښې د فلسطین په بې دفاع خلکو د صهیونیسټ ښارګي میشته کسانو څاروي ډوله حملې او د هغوې د کورونو او شتمنیو سوځول په کلکه وغندل.
هغه نن د صهیونیسټانو مجرماته اقدامات چې په نابلس او جنین کښې د صهیونیسټ غاصب رژیم د جنایتکاره وژلو په دوام کښې دي د صهیونیسټ رژیم د حکومتي او د جوړښتي ترهګرۍ ښکاره مصداق وباله او د صهیونیسټ اپارتائید رژیم د ټرور د ماشینرۍ په مقابل کښې د نړیوالې ټولنې د دفاعي او د اغیز شیندونکي او د پریکنده غبرګون غوښتنه وکړه.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي ټینګار وکړ د جعلي صهیونیسټ رژیم جنایتکارانه او سرزوری کړچار، او هیڅ یوې موافقې او ژمنې ته د دغه رژيم نه پاې بندوالي یو ځل بیا په ښه ډول وښودله چې د صهیونیسټ نیواکګرانو او د دوې د تیریګرو اقداماتو په مقابل کښې جایز مقاومت د فلسطین د خلکو او د مقاومت ډلو مخ یوازنی انتخاب دی.