Mar 01, 2023 06:22 Asia/Kabul
  • د ایران واقعیّتونه د  بهرنیو رسندویو د پروپیګنډو په اپوټه دي

د پاکستان خبریالانو د دواړو هیوادونو د رسندوئي ملګرتیاؤ دپیاوړتیا لپاره  د دلچسپۍ په ښودلو سره  هیله وښودله  چې   ددواړو هیوادونو د رسندوئي  پلاؤ راشه دیرشه  د ددواړو لورو د لاښې پيژندګلوۍ   او درک  او هم  په مختلفو زمینو کې  د دواغړو هیوادونو د مناسباتو د پراختیا او پیاوړتیا سبب شي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د پاکستان څلور خبریالان او رسندوئي فعالان چې ایران ته په سفرراغلي دي،د ایران  داسلامی جمهوریت واققَیتونه ئې د بهرنيو رسندویو دمنفی تبلیغاتو او پروپیګنډو په بشپړ اپوټه  وبلل.

 د پاکستان د پيښور د خبریالانو د ټولنې مشر ملک ارشد عزیز،د آج ټيلیویژني چینل  د ادارې  مشره میرمن فرزانه  علي،د کسوټي خپرونې دډيجیټلی برخی مسئول اسد خان او د بل نیوز ټيلیویژني چینل خبریال آصف شهزادبیګا دایرنا خبری آژانس د دفتر  په لیدو سره ، یوه بل ته د ایران او پاکستان د واقعیّتونو درسولو په موخې سره  د رسندوئي ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ.

Image Caption

 

د پاکستان دغو خبریالانو  همداراز د ایران د خلکو  میلمه پالنه او په زړه پورې چلند وستایۀ او  وې وئيل چې د ایران اوسني واقعیّتونه  له هغه څه سره چې  بهرنۍ رسندوئې ئې  دایران او ایرانیانوپه ضد  خپروي ،بشپړ توپیر لري.  دوي همدرااز  په مختلفو ډګرونو کې په تیره بیا  د  ایران د ملت په ضد دلویدیځ  له بندیزونوسره  سره ،  دساینس او ټیکنالوجۍ په برخې کې  د ایران پرمختګونه  ډير مهم وبلل.   دغو خبریالانو همدرااز  د دواړو هیوادونو د رسندوئي ملګرتیاؤ دپیاوړتیا لپاره  د دلچسپۍ په ښودلو سره  هیله وښودله  چې   ددواړو هیوادونو د رسندوئي  پلاؤ راشه دیرشه  د ددواړو لورو د لاښې پيژندګلوۍ   او درک  او هم  په مختلفو زمینو کې  د دواغړو هیوادونو د مناسباتو د پراختیا او پیاوړتیا سبب شي.

Image Caption

 

ټیګونه