د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر ایران ته راځي
Mar 02, 2023 00:24 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي سبا مازیګر ایران ته راځي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي به د ایران له چارواکو سره د خبرو لپاره سبا مازیګر پلازمینې تهران ته راورسیږي.
د رافائیل ګروسي د مهمو کتنو پروګرام به په راتلونکي شنبې ورځ ترسره شي او احتمال شته چې هغه به د ایران ځینو لوړرتبه اجرايي چارواکو سره کتنې او خبرې وکړي.
ټیګونه