Mar 04, 2023 03:41 Asia/Kabul
  • ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر خبرې وکړې

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د ولسمشر له مرستیال او د اټومي انرژۍ د موسسې له مشر سره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر د خبرو اترو لومړنی پړاو ترسره شو.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي پرون تهران ته راغی او د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي یې رسمي هرکلی وکړ.

رافائیل ګروسي تهران ته له رسیدا وروسته د ایران د اټومي انرژۍ ادارې له مشر او د ولسمشر له مرستیال محمد اسلامي سره کتنه او خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم څه موده مخکې د امریکا له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ویلي وو چې له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ایران اړیکې په سمې او طبیعي لارې کښې دي.

هغه وویل ایران له مینځګړو  هیوادونو څخه په استفادې سره په صراحت سره امریکا ته ویلي دي چې هماغه راز د موافقې په لاره کښې دی.

 

ټیګونه