د یمن خلکو د مظلومیت پیغام رسول د هر چا دنده ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129040-د_یمن_خلکو_د_مظلومیت_پیغام_رسول_د_هر_چا_دنده_ده
د ایران د ولسمشر مرستیال وویل: دا د هر چا دنده ده چې د یمن د مظلومو خلکو پیغام نړۍ ته ورسوي او له هغوی سره مرسته وکړي.
(last modified 2023-03-06T04:29:39+00:00 )
Mar 06, 2023 08:54 Asia/Kabul
  • د یمن خلکو د مظلومیت پیغام رسول د هر چا دنده ده

د ایران د ولسمشر مرستیال وویل: دا د هر چا دنده ده چې د یمن د مظلومو خلکو پیغام نړۍ ته ورسوي او له هغوی سره مرسته وکړي.

د ایران پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیال«محمد اسلامي» د دوشنبې په ورځ د یمن ولس له مقاومت سره د نړۍ قدرتونو د پیوستون په نړیوال کنفرانس کې زیاته کړه: په دغه غونډه کې د راغلو میلمنو شتون کولای شي د نړۍ غوږونو ته د یمن خلکو د مظلومیت او مقاومت پیغام ورسوي.

اسلامي زیاته کړه: عربی هېوادونه د فلسطین د ملت په مظلومیت او د استکبار په وړاندې په تیري کولو سره د یمن د ولس صداقت له پامه غورځوي او په دغه مظلوم هېواد کې د انتقالي حکومت ملاتړ کوي.

سعودي عربستان د امریکا، اماراتو او یوشمېر نورو هېوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې پر یمن پوځي تیری کړی او دغه هېواد یې د ځمکې ، سمندر او هوا له لارې کلابند کړی دی چې د دې جګړو له امله تراوسه له ۱۶ زره ډ‌ېر یمنیان وژل شوي، لسګونه زره کسان ټپیان شوي او په میلیونونو یمنیان بې ځایه شوي دي.