د ایران په اړه د رسنیو دروغ نوې خبره نه ده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې ته په اشارې سره چې د اسلامي جمهوریت په اړه د رسنیو دروغ تکرارېږي او د ایران په هکله د رسنیو درواغ هېڅ نوي نه دي، خو په وروستیو میاشتو کې د هغوی پراخېدل بېلابېل لاملونه لري.
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د یکشنبې په ماښام په خپل ټوېټر کې ولیکل: یو ډېر مهم علت دا دی چې د اسرائیلو توکمپاله رژیم له ډېرې مودې راهیسې په سیاسي شخړو، ګډوډۍ، کوڅه ډبو او داخلي کړکیچونو کې ښکیل دی.
کنعاني زیاته کړه، د حقایقو پټول به د صهیونیستي رژیم د نسکورېدو له ناڅرګند برخلیک څخه په ژغورلو کې مرسته ونکړي.
په تېرو اوونیو کې د تل ابیب، حیفا، اشغال شوي بیت المقدس، بئرالسبع، ریشون لیتسیون او هرتزلیا په ګډون د فلسطین له شمال څخه تر سویل پورې په لسګونو ښارونه د نتانیاهو د ښي اړخې کابینې پر ضد د مظاهرو ډګر و.