ایران د افغانستان سوداګرانو ته د هستوګنې اسانتیاوې ورکړي دي
د ایران په شمال ختیځ کښې د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو کډوالو او د ښاریزو د چارو مسوول سید علي قاسمي وویل: په دغه ولایت کښې کابو نوي (۹۰)هستوګنه افغان سوداګران د هستوګنې له ځانګړتیاو څخه برخمن شول.
په ایران کښې د افغانستان پینځه میلیونه ښاریز وسیږي چې یو میلیون یې په خراسان رضوي ولایت کښې ژوند کوي.
د قانوني سندونو پراساس د افغانستان څه د پاسه شپاړس سوه شرکتونه په خراسان رضوي ولایت کښې په اقتصادي او تجارتي فعالیتونو بوخت دي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د خارجي مهاجرینو او د ښاریزو د چارو مسوول سید علي قاسمي له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې په دې خبرې سره د افغانستان د سوداګرانو لپاره د هستوګنې ځانګړي اسانتیاوې په نظر کښې نیول شوي دي وویل له تیر هجري لمریز کال(۱۴۰۰) څخه تراوسه د افغانستان سوداګرانو له پینځویشت زره ډالرو څخه تر شل میلیلونو ډالرو پورې په خراسان رضوي ولایت کښې پانګونې او تجارتي فعالیتونه کړي دي او هغوې ته د دفترچو په ورکولو سره له پانګونې سره متناسب لس کلن اقامت ورکړل شوی دی.