ښاغلی رییسي د ایران اوعراق دملګرتیاوپه پیاوړتیا ټینګاروکړ
ښاغلی رییسي ددواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاو د وروستی وضعیت په تیره بیا تهران ته د عراق د لومړی وزیر په وروستی سفر کې ترسره شویو رغنده موافقو په یادولو سره د انرژۍ ، صنعتی ، تجارتی ، مالی او بانکی حوزو کې د ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .
د ایرنا له راپور سره سم د اران ولسمشر سیدابراهیم رییسي د عراق له لومړی وزیر السودانی سره په ټیلی فونی خبرو کې وویل د ایران او عراق د ملتونو اړیکي ګرمې او تاریخي دي او په ګډکلتور ، تمدن او ژورو باورونو کې جرړه لري .
ښاغلی رییسي ددواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاو د وروستی وضعیت په تیره بیا تهران ته د عراق د لومړی وزیر په وروستی سفر کې ترسره شویو رغنده موافقو په یادولو سره د انرژۍ ، صنعتی ، تجارتی ، مالی او بانکی حوزو کې د ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .
د عراق لومړی وزیر هم په دغه ټیلی فونی تماس کې وویل د عراق ملت او دولت تل په سختو ورځو کې د خپلو ایراني وروڼو د مرستو او ملاتړونو قدرونه کوی .