بلجیم ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو
Mar 09, 2023 09:31 Asia/Kabul
د ایران او بلجیم د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.
په داسي حال کې چي د اروپایي اتحادیې مسئولینو په ایران باندې د بې بنیاده تورونو د لګولو په دوام سره، د سیاسي فشار د زیاتولو هڅه کوي د بلجیم خارجه وزیرې حجا لحبیب ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو د ودې غوښتونکې شوه.
هغې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټلفوني تماس کې هیله وښوده چي ګډو هلوځلو په نتیجه کې د دواړو هیوادونو اړیکې له مخکې نه پیاوړې شي.
دواړو لورو همدارنګه د کنسولي چارو په هکله هم سلامشورې وکړې.
ټیګونه