بلجیم ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129194-بلجیم_ایران_سره_د_دوه_اړخیزو_اړیکو_د_پراختیا_غوښتونکی_شو
د ایران او بلجیم د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-03-09T20:38:19+00:00 )
Mar 09, 2023 09:31 Asia/Kabul
  • بلجیم ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو

د ایران او بلجیم د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې.

په داسي حال کې چي د اروپایي اتحادیې مسئولینو په ایران باندې د بې بنیاده تورونو د لګولو په دوام سره، د سیاسي فشار د زیاتولو هڅه کوي د بلجیم خارجه وزیرې حجا لحبیب ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو د ودې غوښتونکې شوه.

هغې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټلفوني تماس کې هیله وښوده چي ګډو هلوځلو په نتیجه کې د دواړو هیوادونو اړیکې له مخکې نه پیاوړې شي.

دواړو لورو همدارنګه د کنسولي چارو په هکله هم سلامشورې وکړې.