صهیونیسټان په سیمه کې ځای نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129276-صهیونیسټان_په_سیمه_کې_ځای_نه_لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سوریې ته د خپل سفر پر مهال ویلي چي د سیمې په راتلونکی کې صهیونیسټان هیڅ ځای نه لري او له سوریې څخه د نیواکګرو د وتلو وخت رسېدلی دی.
(last modified 2023-03-10T07:41:57+00:00 )
Mar 10, 2023 12:09 Asia/Kabul
  • صهیونیسټان په سیمه کې ځای نه لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سوریې ته د خپل سفر پر مهال ویلي چي د سیمې په راتلونکی کې صهیونیسټان هیڅ ځای نه لري او له سوریې څخه د نیواکګرو د وتلو وخت رسېدلی دی.

د ایران خارجه وزیر تېره ورځ د سوریې له ولسمشر بشار اسد او خارجه وزیر فیصل مقداد سره له خبرو اترو وروسته د دې هیواد له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

هغه د سوریې له خارجه وزیر په ګډه خبرې غونډه کې وویل: د سیمې هیوادونه د خبرو اترو، همپالنې او ملګرتیا په لورې به ګام اوچت کړي.

عبداللهیان د سوریې په وړاندې د نړیوالې ټولنې بې پامی ته په اشارې سره، جوته کړه: د بندیزونو او له ترهګرو سره د مبارزې د امله د سوریې ستونزو او  د دې هیواد زلزله ځپلو ته بې پامي، د لوېدیځو هیوادونو دوه ګوني معیارونه څرګند کړ.

هغه د دې په بیانولو چي ایران او سوریې د سختو ورځو ملګرې دي، له سوریې سره د سیمې د هیوادونو د اړیکو له رغېدو څخه هرکلی وکړ.

د ایران خارجه وزیر دوه اړخیزې خبرې اترې او سیمه ایزه ډیپلماسي، د روانو کړکېچونو د حل لاره وباله او زیاته یې کړه: ایران د سوریې، ترکیې او روسیې تر مینځ له څلور اړخیزې ناستې څخه ملاتړ کوي.

عبداللهیان یادونه وکړه چي له سوریې څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت رسېدلی دی او ټولو هیوادونو ته پکار دی چي د سوریې، د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ درناوی وکړي.