د ایران او د عربستان موافقه د سیمې اړیکې بدلوي
Mar 11, 2023 01:36 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي وویل په لویدیځې اسیا سیمې کښې اقتصاد او امنیت د سیمې ملتونه او حکومتونه له بهرنۍ لاسوهنې پرته رامینځته کوي.
هغه وویل د ایران د دیارلسم حکومت د ګاونډیتوب سیاست د ایران د منزوي او څنګ ته کولو لپاره د لویدیځو هیوادونو او د صهیونیسټ رژیم پروژه ناکامه کړه.
بهادري جهرمي وویل په کامل ډول له اسیايي خبرو وروسته په چین کښې د ایران او د عربستان تاریخي موافقه د سیمې اړیکې بدلوي.
ټیګونه