یاسین جټ الوتکه یوه جنګی او نزدې ملاتړي الوتکه هم کیدلی شي
(last modified Sat, 11 Mar 2023 08:01:59 GMT )
Mar 11, 2023 12:31 Asia/Kabul
  • یاسین جټ الوتکه یوه جنګی او نزدې ملاتړي الوتکه هم کیدلی شي

،سردار آشتیاني  ووئیل،د ایران د وسلوال پوځ یوه اندیښنه، د پیلوټانو د روزنې لوړتیا ده، ځکه د پيلوټانو روزل په هغو روزنو کې شامل دي چې ډير اهمیّت لري او  ددغه مهم ترسره کیدا په مختلفو کلاسونو کې  روزونکو الوتکو ته اړتیا لري.

د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیر د یاسین روزونکي الوتکې دتولید  دکرښې د مخ کتنې د دستورو ترڅنګ په یولړ څرګندونو کې ووئيل،یاسین جټ نومې الوتکه یوه جنګي او نزدې پشتیباني کونکي الوتکه هم کیدلی شي.

د یاسین روزونکي جټ الوتکې د تولید کرښه نن د ایران ددفاع وزیر سردار محمد رضا آشتیاني په شتون سره په تهران  کې نندارې ته وړاندې شوه. په دغو دستورو کې همدرااز د یاسین  روزونکي پرمختللي جټ  الوتکو د زیات تولید  کرښه هم افتتاح شوه.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،سردار آشتیاني  ووئیل،د ایران د وسلوال پوځ یوه اندیښنه، د پیلوټانو د روزنې لوړتیا ده، ځکه د پيلوټانو روزل په هغو روزنو کې شامل دي چې ډير اهمیّت لري او  ددغه مهم ترسره کیدا په مختلفو کلاسونو کې  روزونکو الوتکو ته اړتیا لري.

سردار آشتیاني ددې خبرې په کولو سره چې د ایران ددفاع وزارت هوائي صنعت له کلونو راهسې د یاسین روزونکي جټ  الوتکه پلان  کړې چې  اوس  ئې دوهم ماډل هم افتتاح شو،روښانه کړه، ددغه روزونکي جټ  ځانګړنه ،ددې بشپړ ځاي  پلانونه ده چې سبب شوې څو له دې نمونې څخه د هوائي ځواک  دجنګی او پشتیباني کونکو الوتکو لپاره  هم استفاده وشي.

د  ایران دپوځ د هوائي ځواک  قوماندان سردار حمید واحدي هم په دغو دستورو کې ووئيل،په تیر وخت کې د هوائي جټ پیلوټانو روزنې له ایرانه په بهر کې ترسره کیدې  چې د اسلامی ایران په ضد دظالمانه بندیزونو  په وسیله  ئې  پروګرام اغیزمن شوی ؤ  او لامل شوی ؤ په بهر کې روزنې تعقیب    نه کړئ شو.

سردار واحدي زیاته کړه،له یاسین روزونکي جټ څخه  استفاده لامل کیږي ،د روزنې پړاؤنه  لالنډ او بشپړ شي.

Image Caption

 

ټیګونه