د ایران د حکومت اصلي پروګرام د انفلاسیون کنټرولول دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په څوارلس سوه دوهم (۱۴۰۲)هجري لمریز کال کښې د حکومت اصلي پروګرام له پایداره اقتصادي ودې سره یوځاې د انفلاسیون کنټرولول وباله.
هغه د ایران ملت ته د نوروز اختر په پیغام کښې د څوارلس سوه دوهم هجري لمریز کال او له روژې مبارکې میاشتې سره یوځاې د نوروز د اختر د سمون خوړلو په مناسبت مبارکۍ ویلو سره وویل تیر هجري لمریز کال(۱۴۰۱) له پیښو ډک کال و ، هم یې تریخوالی درلود او هم یې خوږوالی ، هم یې ټیټې او هم یې هسکې درلودلې خو که چیرې وغواړو په یوې جملې کښې ووایو تیر کال د ایران د ملت د اتلوالۍ او د خلکو د قدرت کال او په میدانونو کښې د ځلیدا کال و.
د ایران ولسمشر رئیسي وویل زه د ایران ګرانو خلکو ته ډاډ ورکوم په نوي کال کښې د تاسو د خدمانو هڅه به د خلکو د اقتصاد د ښه کولو ، له فساد سره د مبارزې کولو، د انفلاسیون د کنټرولولو ، د تولید د پیاوړي کولو او د پرله پسې او شپه او ورځ د کارکسب د زیاتولو په شمولو د ژمنو د پوره کولو لپاره وي.
هغه د نوي نړیوال نظم یوه ځانګړتیا د اسیا لوې وچې ته د قدرت انتقالیدل وباله او ویې ویل په نړۍ کښې د امریکا رول او سلطه په ځوړتیا ده.