نړیواله ټولنه د بشري حقوقو له موضوع د ناوړه استفادې کتونکي ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130626-نړیواله_ټولنه_د_بشري_حقوقو_له_موضوع_د_ناوړه_استفادې_کتونکي_ده
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي وویل نړیواله ټولنه د بشري حقوقو د موضوع په ارتباط له نړیوالو سازوکارونو څخه د ناوړه اوزاري استفادې او د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو د تجربه کولو په حال کښې ده.
(last modified 2023-04-05T01:13:44+00:00 )
Apr 05, 2023 05:38 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه د بشري حقوقو له موضوع د ناوړه استفادې کتونکي ده

فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي وویل نړیواله ټولنه د بشري حقوقو د موضوع په ارتباط له نړیوالو سازوکارونو څخه د ناوړه اوزاري استفادې او د سیاسي ګټو د ترلاسه کولو د تجربه کولو په حال کښې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر کاظم غریب ابادي په  ایران کښې د بشري  حقوقو د حالت پرضد د پریکړه لیک د مسودې د تصویبولو او د ځانګړي راپورټر جاوید رحمان د ماموریت د یوه بل کال لپاره د تمدیدولو لپاره د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا فیصلې ته په غبرګون کښې وویل د ځانګري راپورټر  د ماموریت د تمدیددا پریکړه لیک ته د کمو رایو اچول له بشري حقوقو سره له سیاسي چلندونو د هیوادونو د رضایت د نه ښودلو نښه ده.

غریب ابادي وویل هغه هیوادونه چې په ایران کښې د بشري حقوقو د حالت پرضد یې د انګلستان او د ایسلینډ د وړاندیز شوي پریکړه لیک مسودې ته مثبتې رایې ورکړې ادعا نشي کولای چې د ایران د خلکو د بشري حقوقو ملاتړ کوي ځکه چې دغه هیوادونه نیغ په نیغه یا په غیر متسقیم ډول د یواړخیزه غیرقانوني او د ظالمانه بایکاټونو چې د امریکا لخوا په تهران تپل شوي دي  په وجه د ایران د ملت د حقوقو ستر خلاف ورزۍ کونکي دي.

هغه وویل ځانګړی راپورټر جاوید رحمان چې د بریتانیا ښاریز دی د ایران هکله کاملا سیاسي او مغرضانه کړچار لرلی دی.

دغه راز په جینیوا کښې دیره په نړیوالو ادارو او ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي علي بحریني د بشري حقوقو له موضوع اوزاري استفاده مردوده وبلله.

علي بحریني وویل په ایران کښې د بشري حقوقو د حالت پرضد د پریکړه لیک ملاتړي هیوادونه په خپله د بشري حقوقو د عنوان شاته پټ دي او له دغه ادارې د خپلو ناوړه سیاسي هدفونو لپاره ګټه پورته کوي.