روسیه او امریکا د ګرم جنګ پړاو ته ننوتلي
تاس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار وکړ په اوکراین کښې د جنګ په پلمه کي یف ته د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د وسلو د استولو په دوام سره واشنګټن او ماسکو د ګرمې جګړې پړاو ته ورننوتلي دي.
د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل یو ستر دلیل چې امریکا او روسیه د ګرمې جګړې په پړاو کښې دي دا دی چې د اوکراین پوځيان په ستره سویه د امریکا په وسلو سره د جنګیدا په حال کښې دي او د واشنګټن حکومت هر ځل په ګواښ سره اوکراین ته ډیرې وژونکي وسلې ورکوي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف هم وویل امریکا او روسیه له ساړه جنګ څخه ورتیر شوي او حاضردمه نیغ په نیغه په جنګ بوخت دی.
له دې مخکې د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن په حکومت کښې د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي «پال کریګ رابرټز »ویلي و هغه بې پروا سیاست به چې د امریکا اوسني حکومت د روسیې په وړاندې غوره کړی دی د اټومي جنګ سبب شي.
بل خبر دا چې یونان هیواد وویل دغه هیواد نور اوکراین ته لئوپرډ دوه ډوله ټانکونه او درې سوه توغندوي سیسټم نه ورکوي.
د یونان دفاع وزیر«نیکوس پاناگیوتوپولوس» وویل مونږ تراوسه اوکراین ته ډیرې وسلې او زغرګاډي استولي دي او نورې وسلې نشو استولی.