د ایران او د پاکستان ګډه سرحدي بازارچه پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130938-د_ایران_او_د_پاکستان_ګډه_سرحدي_بازارچه_پرانیستل_شوه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د میرجاه او تفتان په سرحد کښې د ایران او د پاکستان سرحدي بازارچه بیرته پرانیستل شوي ده.
(last modified 2023-04-09T23:14:19+00:00 )
Apr 10, 2023 02:41 Asia/Kabul
  • د ایران او د پاکستان ګډه سرحدي بازارچه پرانیستل شوه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د میرجاه او تفتان په سرحد کښې د ایران او د پاکستان سرحدي بازارچه بیرته پرانیستل شوي ده.

د تفتان سرحدي بازارچه له څو  کاله بندیدا وروسته پرون د ایران او د پاکستان د سرحدي تجارت د ګډې لسمې کمیټۍ د موافقو د اجرا په لړ کښې د دوه اړخیزه تجارت د پیاوړتیا په هدف سره له سره پرانیستل شوه.

د تفتان سرحدي بازارچه چې په تیرو څو  کلونو کښې د ایران په میرجاوه سیمه کښې فعاله وه د پاکستان لخوا بنده کړې شوي ده او له هغه وروسته د دغه بازارچې له سره پرانیستل له سیستان و بلوچستان سره په سرحد کښې د ګاونډي ولایت په توګه د بلوچستان صوبې د وسیدونکو په شمول د پاکستان د تاجرانو جدي غوښتنه وه.

په کویټه کښې د ایران د کنسولګرۍ په تعقیبونو او د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې له اړونده چارواکو سره له  مکاتبو وروسته په تفتان او میرجاوه سرحد کښې ګډه سرحدي بازارچه دوباره فعاله شوه او د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د سرحدي تجارت او د اقتصادي ملګرتیاو د پراختیا لپاره یو بل ګام پورته شو.