د ایران او د پاکستان ګډه سرحدي بازارچه پرانیستل شوه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د میرجاه او تفتان په سرحد کښې د ایران او د پاکستان سرحدي بازارچه بیرته پرانیستل شوي ده.
د تفتان سرحدي بازارچه له څو کاله بندیدا وروسته پرون د ایران او د پاکستان د سرحدي تجارت د ګډې لسمې کمیټۍ د موافقو د اجرا په لړ کښې د دوه اړخیزه تجارت د پیاوړتیا په هدف سره له سره پرانیستل شوه.
د تفتان سرحدي بازارچه چې په تیرو څو کلونو کښې د ایران په میرجاوه سیمه کښې فعاله وه د پاکستان لخوا بنده کړې شوي ده او له هغه وروسته د دغه بازارچې له سره پرانیستل له سیستان و بلوچستان سره په سرحد کښې د ګاونډي ولایت په توګه د بلوچستان صوبې د وسیدونکو په شمول د پاکستان د تاجرانو جدي غوښتنه وه.
په کویټه کښې د ایران د کنسولګرۍ په تعقیبونو او د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې له اړونده چارواکو سره له مکاتبو وروسته په تفتان او میرجاوه سرحد کښې ګډه سرحدي بازارچه دوباره فعاله شوه او د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د سرحدي تجارت او د اقتصادي ملګرتیاو د پراختیا لپاره یو بل ګام پورته شو.