د قدس نړیواله ورځ د صهیونیسټانو د جنایتونو د پاي ځيری ورکوي
تر اوسه پورې فلسطین او قدس شریف د اسلامی نړۍ د وحدت بیلګه او د نړۍ د هر دین او مذهب او هرتوکم د درستو آزادي غواړو او مظلومانو په حق غواړي بیلګې بدله شوې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت د ق دس دنړیوالې ورځې په درشل کې په یوې اعلامیې کې د فلسطین تر نیواک لاندې د خلکو د حقوقو او د وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او نیواکګرۍ د ختمیدا په ملاتړ کې د نړیوالو اورګانونو او بشری حقوقو د ادارو د قانوني دندو یادونه وکړه.
د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، تر اوسه پورې فلسطین او قدس شریف د اسلامی نړۍ د وحدت بیلګه او د نړۍ د هر دین او مذهب او هرتوکم د درستو آزادي غواړو او مظلومانو په حق غواړي بیلګې بدله شوې ده.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي،د فلسطین د ملت دمظلومیّت او حقیقت چغه او هغه څه چې د فلسطین په ټاټوبي کې رامینځةکیږي،د سږکال قدس په ورځې به له بل هروخته زیات په درستې نړۍ کې د سلګونومیلیونو آزادي غواړو او عدالت غواړو له خولې پورته کیږي او د فلسطین د آزادۍ چغه به ،نه یوازې د اسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع په توګه وي،بلکې د نړیوالو مقرراتو او قوانینو او دبشری حقوقو د خلاف ورزۍ تر ټولو څرګنډ مصداق په توګه به پورته شي.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د خارجه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ،هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود فرمائيلي دي ؛د استکبار او صهیونیزم ستر سیاست ،د مسلمانو ټولنو په ذهنیّت کې د فلسطین دموضوع کمرنګه کول او د هیرولو په لور ئې کاږل دي.
په دغې اعلامیې کې هم داراز وئیل شوي دي ، په داسې حال کې چې صهیونیسټي ترهه ګرو،نه یوازې د میلادي کال په لومړنیو درو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو پشمول کابو سل فلسطینیان شهیدان کړي دي،د بشری حقوقو لویدیځي مدعیان او د امریکاپشمول د صهیونیسټي نیواکګرو ملاتړو اروپائي هیوادونو ددغو جنایتونو په وړاندې په بې شرمه چپتیا سره ځانونه د ترهه ګرۍ په ترټولو ستر ملاتړو بدل کړي دي.