د مسلمانانو اتحاد د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو یوازینۍ مخنیونکي لاره ده
(last modified Sat, 15 Apr 2023 00:39:14 GMT )
Apr 15, 2023 05:09 Asia/Kabul
  • د مسلمانانو اتحاد د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو یوازینۍ مخنیونکي لاره ده

ابراهیم ریئسی پرون ناوخته د قزاقستان له ولسمشر سره په ټيلیفوني تماس کې  د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  ووئيل، د اسلامی نړۍ مختلفې موضوعګانې په تیره بیا په الاقصی جوما، غزې تړانګې او لبنان  د صهیونیسټي رژيم تیري او بې حرمتي  ایجابوي چې اسلامی هیوادونه  له دغو تیریګرو  اقداماتو سره دمقابلې لپاره  لازیاته ملګرتیا او غوره لارې چارې ولټوي.

د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د قزاقستان له ولسمشر   قاسم ژورمارت توکایف  سره په ټيلیفوني تمامس کې ټينګار وکړ، د نړیوالې ټولنې د منزوي  او چپه خوله پاتیکیدا په وړاندې یوازې د مسلمانانو د اتحاد پریکنده پیغام  د وحشي صهیونیسټي رژيم د  تیریو مخه نیولی شي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، ابراهیم ریئسی پرون ناوخته د قزاقستان له ولسمشر سره په ټيلیفوني تماس کې  د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  ووئيل، د اسلامی نړۍ مختلفې موضوعګانې په تیره بیا په الاقصی جوما، غزې تړانګې او لبنان  د صهیونیسټي رژيم تیري او بې حرمتي  ایجابوي چې اسلامی هیوادونه  له دغو تیریګرو  اقداماتو سره دمقابلې لپاره  لازیاته ملګرتیا او غوره لارې چارې ولټوي.

هغه د اسلامي  ملګرتیا موسیسې د بیړنۍ سرمشریزې دترسره کولو لپاره د اسلامی ایران په وسیله  وړاندې شوي نوښت ته په اشارې سره  ووئيل، په داسې حال کې چې  د صهیونیسټي رژيم  دتیریو او جنایتونو په وړاندې د نړیوالو ټولنو  د چُپتیا شاهدان یوو، د مسلمانانو د پيوستون او اتحادیوازینی پریکنده پيغام   ددغو تیریو مخه نیولی شي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توکایف هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې ووئيل، مسلمان هیوادونه باید د اسلامی نړۍ مسئلې د متقابلو ملګرتیاؤپه پیاوړتیا او د سلامشورو په پراختیا سره  حل کولی شي. هغه ایران او قزاقستان  دوه په زړه پورې او  د یوه بل ډاډمن  ګاونډیان اوشریکان وبلل او روښانه ئې کړه ، پخپلو کې سره دملګرتیاؤ د لوړتیا لپاره ډير ښه ظرفیّتونه لرو ا و باید د مخکینیو موافقو د اجرا  دچټکتیا لپاره  کاروکړو.