د فلسطین آزادي نږدې ده
Apr 16, 2023 08:23 Asia/Kabul
په لبنان کې د ایران سفیر وویل: د فلسطین او د قدس شریف آزادي نږدې ده.
د ایسنا خبري آژانس د راپور له مخې، په لبنان کې د ایران د سفارت له خوا د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې مجتبی اماني ټینګار وکړ، اسلامي نړۍ خپل هدف ته چې د فلسطین بشپړه آزادي ده، نږدې شوې ده.
اماني ټینګار وکړ چې په بیروت کې د ایران د سفارت په مراسمو کې د فلسطینیانو، لبنانیانو، یمنیانو او د مقاومت د جبهې مبارک شتون د دې ښودنه کوي، چې ټول اسلامي هېوادونه به د قدس نړیواله ورځ ولمانځي.
په لبنان کې د ایران سفیر په دې خبرې سره چې فلسطین او قدس نه شي جدا کېدلی، زیاته کړه: فلسطین هماغه قدس او قدس هماغه فلسطین دی.
ایرانی ډیپلومات ټینګار وکړ: د سیمې او نړۍ ټول پرمختګونه اوس د فلسطین د حق او عادلانه موضوع په ګټه دي.
ټیګونه