د صهیونیسټي رژیم د تیریو په غندنه کښې د اسلامي هیوادونو یووالی ضروري دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131472-د_صهیونیسټي_رژیم_د_تیریو_په_غندنه_کښې_د_اسلامي_هیوادونو_یووالی_ضروري_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم د تیریو په تیره بیا په مسجدالاقصی کښې د روژتي فلسطینیانو خلاف د دغه رژیم د تیرو په غندنې او د فلسطین له مسئلې په ملاتړ کښې د اسلامي هیوادونو یووالی او د نظر اتفاق ضروري او مهم وباله.
(last modified 2023-04-18T02:23:18+00:00 )
Apr 18, 2023 06:52 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم د تیریو په غندنه کښې د اسلامي هیوادونو یووالی ضروري دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم د تیریو په تیره بیا په مسجدالاقصی کښې د روژتي فلسطینیانو خلاف د دغه رژیم د تیرو په غندنې او د فلسطین له مسئلې په ملاتړ کښې د اسلامي هیوادونو یووالی او د نظر اتفاق ضروري او مهم وباله.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د بنګله دیش له وزیراعظمې شیخ حسینه واجد سره په ټیلیفوني تماس کښې، د دغه هیواد ولس او حکومت ته د نیکمرغه کوچني اختر په وارمخکښې مبارکۍ سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست جورلیز د نړۍ له هیوادونو په تیره بیا له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا په بنیاد ولاړ وباله.

رئیسي هیله څرګنده کړه چې د ایران او بنګله دیش ښې اړیکې په تیره بیا د هراړخیزې اقتصادي او سوداګري ملګرتیاؤ په برخه کښې یې اړیکې له مخکښې نه زیاتې پراخې شي.

د بنګله دیش وزیراعظمې میرمن شیخ حسینه هم په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې، د فلسطیني روژتیانو خلاف د صهیونیسټي رژيم د جنایتکارو اقداماتو د سختې غندنې په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې د فلسطین له مظلوم خلکو ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د تیري ګریو غندنه د بنګله دیش د حکومت او ولس ثابت دریځ دی.

هغې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا اهمیت ته په اشارې سره، په تیره بیا په اقتصادي او سوداګري برخه کښې د دغو اړیکو په پیاوړتیا او په سیمه ایزو ملګرتیاؤ تاکید وکړ.