د ایران په جنوب ختیځ کې زیات شمیر وسله ونیول شوه
دتیر ستمبر له وروستیو راهسې د ایران په ځينو سیمو کې د داسې بلواؤ شاهدان وو چې په هماغه لومړنیو شپو ورځو کې ددغو بلواؤ په پراختیا کې د ځينو دودیزو او ماډرنو رسندویو رول رابرسیره شوی ؤ.
د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت د خاش د اسلامی انقلاب لوئې څارنوالۍ د دغه هیواد په دغه جنوب ختیځي ولایت کې د تمانچو پشمول په سلګونو وسلې کشف او ضبط کولو خبر و رکړ.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایرا د سیستان اوبلوچستان دخاش ولسوالۍ د انقلاب اوعمومي څارنوالۍ مشر حسن جهان تیغ ووئيل، د ولایت د مرکز د استخباراتي پولیسوپه څارنې او د خاش ولسوالۍ د امنیتی مامورانو په ګډو عملیاتو کې سل تمانچې ، ټوپک اوه کلاشنکفونه ، په زرګونو میرمني او دغه راز نور جنګي تجهیزات او مهمات کشف شوي دي.
جهان تیغ ووئيل په دې اړه یو کس نیول شوی هم دی .

د تیر ستمبر له وروستیو راهسې د ایران په ځينو سیمو کې د داسې بلواؤ شاهدان وو چې په هماغه لومړنیو شپو ورځو کې ددغو بلواؤ په پراختیا کې د ځينو دودیزو او ماډرنو رسندویو رول رابرسیره شوی ؤ.
په دغو بلواؤ کې د امریکا ،صهیونیسټي رژيم او ځينو اروپائي هیوادونو مشرانو او د هغوي اړونده رسندویو او او هم د لویدیځي تالی څټو فارسي ژبو چینلونو د ایران د ملت له حقوقو د ملاتړ په شعار سره له بلواګرو څخه په ملاتړ او د ایران دملت دامنیت په ګډوډولو کې هیڅ هڅه ونه سپمَوَله . خو بلاخره هیڅ په لاس ونه رغلل او د ایران ملت او نظام ئې نوره سره متحد او یوموټي کړ او په مختلفو موقعو په میلیونونو میړنیو ایرانیانو په واټونو کې په شتون سره ددغه شان بلواؤ او دبلواګرو دملاتړو په ضد خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ.