امریکا کښې د صهیونیسټ رژیم په هکله تفکر بدل شوی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل د اسرائیلو د جعلي رژیم د میرني پلار په توګه په امریکا کښې عمومي فضا او وروستیو نظرونو او نظر سنجیو ته کتنه د صهیونیسټ رژیم اپارتائیډ ماهیت ته د تفکر په ډول ډول والي کښې د ملموس بدلون ښودنه کوي.
ناصر کنعاني وویل د امریکا د میري لینډ پوهنتون د وروستۍ نظر سنجې پراساس د ریپبلیکن ګوند شل فیصده پلویان او د ډیموکراټ ګوند څلورڅلویښت فیصده پلویان اسرائیل نژاد پرسته رژیم ګڼي او د صهیونیسټ رژیم د بایکاټ کولو له غورځنګ څخه ملاتړ هم زیات شوی دی.
هغه وویل د صهیونیسټانو پرضد د بیان د ازادۍ د فضا د خلاصیدا او د صهیونیسټي لابۍ له سلطې څخه د امریکا د خلاصون او د امریکا له خلکو څخه د خپلواکه او د پراخو نظرسنجیو د ترسره کیدا په بڼه کښې د اسرائیلو د جعلي رژیم د موجودیت او د ماهییت پرضد لا حیرانونکي نتیجې لاس ته راځي.