سوریې ته د ایران د ولسمشر سفر ډیر اهمیت لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په سوریې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسین اکبري سوریې ته د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سفر په سیمې کښې د بدلون پیچومی وباله او ټینګار یې وکړ دغه اقدامات له سیمې ورهاخوا اغیزونه هم لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت او د سوریې اړیکې په لویدیځې اسیا سیمې کښې سټراټیژیکې اړیکې ګڼل کیږي او دواړه هیوادونه په بیلابیلو حوزو کښې د اړیکو د پراخولو لپاره جدي اراده لري.
ټاکل شوي ده چې د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په راتلونکي چهارشنبې ورځ د سوریې د ولسمشر بشار ا سد په رسمي بلنه د یوه لوړرتبه اقتصادي او سیاسي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر دمشق ته لاړ شي.
په سوریې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسین اکبري په دې خبرې سره چې دغه سفر د هغو بدلونونو په دلیل چې په سیمه کښې د رامینځته کیدا په حال کښې دي ډیر اهمیت لري سوریې ته د ایران د ولسمشر رئیسي سفر هم سیمه ئیز او هم له سیمې ورهاخوا اغیزونه لرلی شي او په عین حال کښې په ټولو حوزو کښې د تهران او د دمشق د اړیکو له پیاوړتیا او پراختیا سره مرسته وکړي.