د عراق له خارجه وزیر سره د امیر عبداللهیان سلامشورې
د ایران او د عراق د بهرنیو چارو وزیرانو د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې.
د تسنیم له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تېره شپه له خپل عراقی سیال فوادحسین سره، د سیمې د حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړئ.
واشنګټن سره د اړیکو څرنګوالې، عربستان سره د ایران هوکړه او د سوریې کړکېچ دواړو لورو تر مینځ د خبرو اترو له نورو موضوعاتو څخه بلل کیږي.
د عراق خارجه وزیر تېرو ورځو کې په خپل ټوییټر کې لیکلی و: چي تهران ته د سفر پرمهال امریکې سره د اړیکو، عربستان سره د هوکړې او ورته نورو مهمو مسایلو په هکله یې عبداللهیان سره خبرې کړي دي.
تېره اوونۍ هم د عراق ولسشمر عبداللطیف رشید او خارجه وزیر فواد حسین تهران ته راغلي وه.