May 04, 2023 04:23 Asia/Kabul
  • هیڅ ډول بدلون د سوریې او ایران دوستانه اړیکې نه شي ورانولای

د ایران ولسمشر له خپل سیال بشار اسد سره  په کتنه کې د ترهګرو په وړاندې د سوریې او د مقاومت د جبهې له بریالیتوب څخه د خوښی په څرګندولو سره وویل: هیڅ ډول سیمه ایز او د سیمې ورهاخوا بدلونونه نه دي توانېدلي چي د سوریې او ایران په دوستانه اړیکو کې خنډ رامینځ ته کړي.

د ایران پلاوی د ولسمشر  سید ابراهیم رئیسي په مشری  په دمشق کې د خپل سیال بشار اسد په مشری د سوریې له پلاوی سره ګډه غونډه تر سره کړه.

رئیسي په یاده غونډه کې وویل: په مقاومت او عقلانیت سره ثابته شوه چي ایران او سوریه پرحق دي او هغه هیوادونه چي تر دې وروستیو پورې د سوریې په وړاندې د ایران په دریځ باندې شک درلوده اوس دې نتیجې رسېدلي دي چي د ایران دریځ پرحق دی.

رئیسي او بشار اسد

هغه یادونه وکړه : لکه څرنګه چي د ترهګرو په مبارزه کې ایران د سوریې مرسته وکړه همداسي به د دې هیواد په پرمختګ او بیارغونه کې هم مرسته وکړي.

بشار اسد هم د ایران د مرستو په قدرونې سره، وویل: د سوریې ولس به هیڅکله د خپلو ایراني وړونو مرستې او ملاتړ هېر نه کړي او مونږ له ایران څخه غواړو چي د سوریې په بیارغونه کې هم ونډه واخلي.

په دغه غونډه کې په مختلفو ډګرونو کې د همکاریو ۱۵ سندونه د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو له لورې لاسلیک شول.

 

 

ټیګونه