د ایران او سورئې  داقتصادي ملګرتیاؤ نوی څپَرکی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132340-د_ایران_او_سورئې_داقتصادي_ملګرتیاؤ_نوی_څپَرکی
سورئې ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر  د سفر په لومړنۍ ورځې ، ددواړو هیوادونو ترمینځ د سټراټژیکې او اوږدمهالې ملګرتیا جامع پروګرام او دملګرتیانور ۱۴سندونه لاسلیک شول.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 04, 2023 10:31 Asia/Kabul
  • د ایران او سورئې  داقتصادي ملګرتیاؤ نوی څپَرکی

سورئې ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر  د سفر په لومړنۍ ورځې ، ددواړو هیوادونو ترمینځ د سټراټژیکې او اوږدمهالې ملګرتیا جامع پروګرام او دملګرتیانور ۱۴سندونه لاسلیک شول.

 د ایران او سورئې چارواکو همداراز د چارشنبې په ورځې دتجارتي ،ملګرتیاؤ ډتیلو او  انرژۍ هستوګنې ،ټرانسپورټ ،هوائي چلند،آزادو او خصوصي سیمو  او د ارتباطاتو ټيکنالوجۍ  په زمینې کې  دغه سندونه لاسلیک شوي دي .

سره له دې چې سورئې ته د ایران د  اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریسی سفر د مقاومت په چورلیز کې  او همداراز په سیمې کې په اوسنیو بدلونونو  کې د دواړو هیوادونو رول ، دتل پاتې او ژورو   اړیکو په دلیل ، مختلف سیاسی او امنیتی اړخونه لري،البته  ددغه سفر یو مهم هدف ،  دایرا او سورئې  د اقتصادي مناسباتو زیاتیدا ده چې  د ملګرتیا   له نورو ۱۴ سندونو سره یو ځاي  دسټراټژيکې او اوږدمهاله ملګرتیا د جامع  پروګرام لاسلیک کیدا  په همدې چوکاټ کې د ارزونې وړ ده. ارزونې ښئ  دایران او سورئې د سیاسي  او امنیتی ژورو اړیکو په اپوټه تر دې دمه د دواړو هیوادونو اقتصادي تعاملات محدود دي،د مثال په توګه، په تیرو دوو کلونو کې،  دایران صادرات  په ۲۰۲۱کال کې  له  کابو ۲۱۸میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۲کال کې یوازې د پنځه ویشت میلیون ډالرو  په زیاتیدا سره۲۴۳میلیون ډالرو ته رسیدلي   او  دا په داسې حارل کې دي چې  ځيني هغه هیوادونه چې   دسورئې د بحران په اوج کې  ئې د بشار اسد له حکومت سره ښې اړیکې نه دي درلودلي، له دغه هیواد سره دتجارت په زمینې کې  لالوړې شمیرنې لري . اوس  سوریه  له امنیتی بحرانه وتلې ده او په دغه هیواد کې نسبي امنیّت ټينګ شوی دی، خو  په دغه هیواد کې تولید  او صادرات  د بیخ بینائيو  له کمزورتیا او ورانیدا  په دلیل  له جحدي مشکل سره مخ  دي، دغه هیواد نیّت لري  د متحدو هیوادونو په مشارکت سره  خپل تولیدات او صادرات زیات کړي ، د ایران اسلامی جمهوریت  هم   چې  په سورئې کې ئې  ددښمنانو او ترهه ګرو په ناکامولو کې  او په  دغه هیواد کې دامنیت له ټينګیدا سره په مرستې کې  نه انکاریدونکی رول درلودلی ، د سیمې له هیوادونو او ګاونډیانو سره داړیکو پراختیا ئې پخپل لومړیتوب کې راوستې ده ، پر دې اساس  دایران او سورئې  د اقتصادي تعاملاتو زیاتیدا او پراختیا فرصت برابر دی .  اقتصادي کارپيژاندي  هم  په مختلفو  حوزو کې  سورئې ته د ایران  د صادراتو د پراختی ظرفیّتونه ،  په کال کې غیر تیلي شیان  کابو اوه سوه میلیون ډالرو په ارزښت او تخنیکي او انجینئرینګ  خدمات هم په کال کې تر شپږ سوه میلیون ډالرو پورې اټکل  کوي.

خو  دایران او سورئې  دا قتصادي مبادلاتو د سوئې  دلوړتیا په لاره کې   ځیني چیلنجونه او مشکلات هم شته چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیا او صادراتو دزیاتیدا  خنډ شوي دي.، ددواړو هیوادونو په ضد د بندیزونو په دلیل  د  بانکي اومالی مبادلاتو  مشکلات او  دټرانسپورټ موضوع  هغه موردونه دي چې  دایران او سورئې تجارتي مناسبات ئې تر اغیزولاندې راوستي دي،  د سورئې ریلي پټلۍ او چینل  ځیني برخې  هم ددغه هیواد د وروستیو کلونو دنښتو او  اخ وډب له امله  تاواني شوي دي  چې  بیا رغاونې ته اړتیا لري. په همدې دلیل  د ایران،عراق او سورئې ترمینیخ  د ټرانسپورټ او ریلي تګ راتګ موضوعد شملچې –بصرې  دریل پټلۍ  له لارې  دسورئې تربندرونو  پورې  او بالعکس  او همداراز  د ایران او سورئې ترمینځ د بندرونو ترمینځ د کشتیو د چلونې د  کرښو  پرانیسته او  د ګډټرانسپورټي شرکتونو تاسیس کیدا ددواړو هیوادونو دچارواکو په ایجنډا کې شته  ده.

 څرګنده ده چې د  ایران اوسورئې د اقتصاډي ملګرتیاؤ پراختیا ددواړو لورو  اود د ګاونډیو هیوادونو دګټو تضمینونکې ده  او هغه سندونه چې  سورئې  ته د ایران د اسلامی  جمهوریت د ولسمشر له سفر سره په یووخت لاسلیک شوي دي ،ددواړوهیوادونو د سیټراټژيکو اړیکو پر ژورتیا سربیره،د اوسنیو  خنډ،نو په لیرې کولو  د ایران او سورئې په تجارتي او اقتصادي تعاملاتو کې  دنوي سپرکي پیلیدا  اغیزشیندونکي شي.