د سیمې او سورئې خلک باؤر لری چې ایران یوه پیاوړې ستنې ده
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل د سورئې او سیمې خلک پوهیږي چې ایران یوه پیاوړې ستنې ده او په ایران باؤر او تکیه کیدلی شي.
زمونږخبریارراپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د سورئې له دوه ورځني سفر وروسته نن سهار وختي تهران ته بیرته راستون شو.
هغه تهران ته په رسیدو سره دخبریالانو په ټول کې د دوه و رځني سفر بریاؤ او نتیجو ته په اشارې سره ووئيل، د دښمنانو د فتنو او دسیسو په مقابل کې د سورئې د حکومت او ولس له دولس کلن مقاومت وروسته او د له دغه مقاومت او استقامته د ایران د اسلامی جمهوریت په ملاتړونو پسې دغه سفر ددواړو هیوادونو او سیمې لپاره ډیر اهمیّت لري.
د اسلامی ایران ولسمشر دغه سفر د ایران او سورئې د امنیتی ،سیاسی، اقتصادي او تجارتي اړیکو په پراختیا کې ډير مهم وباله او روښانه ئې کړه،ددواړو هیوادونو ترمینځ د انرژۍد تولید اولیږد، د مشترکه بیمې او بانک په تاسیس سره دتجارتي او اقتصادي ملګرتیاؤ آسانتیا او ددواړو هیوادونو ترمینځ دتجارټي ټیرفونو صفر ته د رسولو،زیارتي ټرانسپورټ او هوائي چلند، د ایران،عراق او سورئې ترمینځ دټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا او همداراز د صنعتي او انرژۍ او کرهڼيزو چارو په زمینې کې دملګرتیا موضوع په زمینو کې دملګرتیا پنځلس سندونه لاسلیک شوي دي. هغه همداراز د مقاومت له مختلفو ډلو مشرانو سره لیدوکتو ته په اشارې سره ووئيل، اوس دسورئې او سیمې خلک اسلامی ایران یوه پیاوړي ستنې او په ژورو ریښو سره یوه ستره او د ډيرو لوړو څانګو لرونکي پياوړي وَنه ګڼي چې دوي وائي پر دغې سترې او پیاوړي ونې تکیه او اعتماد کیدلی شي. د اسلامی ایران ولسمشر ټینګار وکؤ، د مقاومت جبهه په یوه پياوړي او ماته نه خوړونکي بهیر بدله شوې ده چې د سیمې او نړۍ معادلات ئې بدل کړي دي. هغه په پاي کې د سورئې د حکومت او ولس د تاؤدۀ هرکلي په منننې سره هیله وښودله چې د غه سفر دایران او سورئې پشمول د درستو دوستو هیوادونو داړیکو د پیاوړتیا او د مقاومت د بهیر د قدرتمنیدا سبب شي.