یوشمیر افغانستاني میرمنې د طبي زده کړو لپاره ایران ته راځي
د ګاونډي هیوادونو له چارواکو سره په ملاقات کښې وټاکل شوه چې یوشمیر افغانستاني میرمنې د طبي مسائلو د زده کړې په موخه ایران ته راواستول شي.
د ښځو او کورنۍ په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیالې وویل چې د ګاونډي هیوادونو له چارواکو سره په کتنه کښې وټاکل شوه چې یوشمیر افغانستاني میرمنې د طبي زده کړو لپاره ایران ته راواستول شي.
د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې، انسیه خزعلي د سلامتیا او امنیت دوو نعمتونو ته په اشارې سره، میرمنې د کورنۍ او ټولنې د روغتیا او امنیت چورلیز وبللې.
میرمن خز علي وویل: ښځې باید د ټولنو د سلامتیا او روغتیا د سیاست جوړونې او پلاننګ په وړومبیتوب کښې وي، ځکه چې هم د کورنۍ ستنې دي او د هغوي سلامتیا او تاندوالی کورنۍ او ټولې ټولنې ته ژوند او تاندوالی وربخښي او هم د ټولنې د نورې نیمايي برخې روزونکې او ورته د سالم او مخنیونکي ژوند د سټایل ورښودونکې دي.
هغې څرګنده کړه چې د ګاونډي هیوادونو له چارواکو سره په ملاقات کښې وټاکل شوه چې یوشمیر افغانستاني میرمنې د طبي مسائلو د زده کړې په موخه ایران ته راواستول شي.
میرمن خزعلي دا څرګندونې په تهران کښې د سلامتیا په برخه کښې د ایران، عراق، پاکستان، افغانستان او تاجکستان د جګ پوړو چارواکو په شتون سره په هغې غونډې کښې وکړې چې پرون پیل شوې ده.