نن ورځ ډیرې ټولنې د ایمان او د اخلاقو له نلرلو کړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132938-نن_ورځ_ډیرې_ټولنې_د_ایمان_او_د_اخلاقو_له_نلرلو_کړیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې نن سبا ډیرې ټولنې له پراختیا موندلو سره سره د اخلاقو او د ایمان له نلرلو کړیږي وویل د هغه تمدن او مدنیت بیخ بنايي چې الهي اولیاو او انبیاو یې زیری ورکړی دی عقلانیت ، معنویت، اخلاق او عدالت ده.
(last modified 2023-05-15T23:40:32+00:00 )
May 16, 2023 04:05 Asia/Kabul
  • نن ورځ ډیرې ټولنې د ایمان او د اخلاقو له نلرلو کړیږي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې نن سبا ډیرې ټولنې له پراختیا موندلو سره سره د اخلاقو او د ایمان له نلرلو کړیږي وویل د هغه تمدن او مدنیت بیخ بنايي چې الهي اولیاو او انبیاو یې زیری ورکړی دی عقلانیت ، معنویت، اخلاق او عدالت ده.

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د اشوریانو د ختیځې کلیسا له نړیوال مشر دریم پاټریک مار اوا روئیل او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې ایمان او اخلاق د بشري ټولنې چورلیزي مسله وبلله او ویې ویل که چیرې په الهي دینونو کښې د مقام د خاوندانو لخوا ایمان او اخلاق په ښه ډول بیان شي نو د بشري ټولنو ډیرې مشکلات ختمیدلای شي.

هغه ډاګینه کړه بشر یوازې هوساینې او پراختیا ته ضرورت نلري بلکې په پراختیايي ټولنو کښې د بشر یو تر ټولو مهم ضرورت چې غفلت ورباندې شوی دی معنویت ، اخلاق او له خدای سره ارتباط دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دوام کښې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د بشریت پرضد د جنایت او د ظلم دوام له ایمان او اخلاقو څخه لیرې کیدل وبلل او ویې ویل تکفیري ترهګرو د دین مدارۍ په دروغو ادعا سره او ایمان او اخلاقو ته له هیڅ پاې بندۍ پرته په لویدیځې اسیا سیمې کښې جنایتونه وکړل خو د جنایتکارو ډلو په مقابل کښې د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس په شان یوشمیر کسان ودریدل او د سیمې له ملتونو څخه یې د ترهګرو ډلو شر ختم کړ.

د اشوریانو د ختیځې کلیسا نړیوال مشر دریم  پاټریک مار اوا روئیل  هم په عراق او سوریې کښې د انسانیت او د ایمان د ژوندي پاتې کیدا لپاره له داعش ترهګرې ډلې سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مبارزې قدرونه وکړه.