د ایران اوپاکستان مشرانود تجارتي ملګرتیاوپه پراختیا ټینګاروکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133060-د_ایران_اوپاکستان_مشرانود_تجارتي_ملګرتیاوپه_پراختیا_ټینګاروکړ
د ایران او پاکستان مشرانو د لوړ رتبه پلاویو د تبادلې په دوام او د دوه اړخیزه تجارت د اندازې د زیاتولو لپاره په ګډو هلوځلو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-05-18T08:55:55+00:00 )
May 18, 2023 10:35 Asia/Kabul
  • د ایران اوپاکستان مشرانود تجارتي ملګرتیاوپه پراختیا ټینګاروکړ

د ایران او پاکستان مشرانو د لوړ رتبه پلاویو د تبادلې په دوام او د دوه اړخیزه تجارت د اندازې د زیاتولو لپاره په ګډو هلوځلو ټینګار وکړ .

دپاکستان لومړی وزیر او وروسره ملګري له ایران سره د ګډسرحدی بازار له پرانستلووروسته د اسلامی ایران له ولسمشر سره په کتنه کې د تجارتي ملګرتیاو د پراختیا د لارو چارو په اړه خبری اترې وکړې .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د لومړی وزارت د عمومی اړیکو دفتر وویل د شهباز شریف او ابراهیم رییسي کتنه او غونډه په سرحدی سیمه کې د لوړ رتبه پلاویو په سویه ترسره شوه .

د ایران او پاکستان مشرانو د لوړ رتبه پلاویو د تبادلې په دوام او د دوه اړخیزه تجارت د اندازې د زیاتولو لپاره په ګډو هلوځلو ټینګار وکړ .

دا په وروستی یوه کال کې د سید ابراهیم رییسي او شهباز شریف دریمه کتنه حسابیږي .

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي همداراز له ایرانه پاکستان ته د بریښنا د انتقال طرحه هم اجرایی کړه .