قالیباف د ایران د ولسي جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو
May 23, 2023 06:39 Asia/Kabul
د ایران د ولسي جرګې د ریاست لپاره په څلورم پړاو ټاکنو کې محمد باقر قالیباف د دې جرګې د رئيس په توګه وټاکه.
قالیباف د ایران د ولسي جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو
د ایران د ولسي جرګې د ریاست لپاره په څلورم پړاو ټاکنو کې محمد باقر قالیباف د دې جرګې د رئيس په توګه وټاکه.
د ایران پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د اسلامي شورا د ۱۱مې غونډې د صدارتي کمیټې څلورمه انتخابات د سه شنبې په ورځ ترسره شول.
په دغو انتخاباتو کې د ایران د اسلامی شورا مشر«محمد باقر قالیباف» د ۲۱۰ رایو په ترلاسه کولو سره د څلورم کال لپاره د دغه هیواد د پارلیمان د ۱۱م مشر په توګه وټاکل شو.
هغه تېر کال هم د ۱۹۴ رایو په تر لاسه کولو سره د ایران د اسلامي شورا یا ولسي جرګې د مشر په توګه ټاکل شوی وو.
ټیګونه