د ایران او افغانستان مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133272-د_ایران_او_افغانستان_مطبوعات
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی رئیسي وویل له غږمله هیوادونو سره ملګرتیا زمونږ د ګاونډیتوب سیاست دی
(last modified 2023-05-23T02:46:28+00:00 )
May 23, 2023 07:10 Asia/Kabul
  •  د ایران او افغانستان مطبوعات

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی رئیسي وویل له غږمله هیوادونو سره ملګرتیا زمونږ د ګاونډیتوب سیاست دی

 

اطلاعات

 

نوموړی ورځپانۍ په خپل لومړی مخ د ایران د اسلامی شورا د مشر ښاغلی قالیباف دغې خبرې ته انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دي ، نوی حکمرانۍ او د هیواد په اداره کولو کې بدلون ته اړتیا لرو .

د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک قوماندان جنرال سلامی وایی قدرت زمونږ د بقا ضامن دی .

د اسلامی ایران ولسمشر  ښاغلی رئیسي وویل  له غږمله  هیوادونو سره ملګرتیا زمونږ د ګاونډیتوب سیاست دی . ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکی چی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران-جکارتا د اقتصادي او تجارتي اړیکو سویه د پام وړ، البته د نه منلو وړ وبلله او د هغې په لوړولو په ټینګار سره یې وویل له غږمله  هیوادونو سره ملګرتیا د ایران د دیارلسم حکومت د ګاونډیتوب د سیاست برخه ده.

ورځپاڼه په دوام کې لیکی چی سید ابراهیم رئیسي انډونیشیا ته د درې ورځني سفر لپاره له تهرانه له روانیدو مخکښې د مهرآباد په هوايي ډګر کښې په خپلې وینا کښې، د دغه سفر د اهدافو او پروګرامونو په هکله زیاته کړه: د دواړو هیوادونو د اقتصادي او سوداګري اړیکو سویه د پام وړ ده خو باید له دې زیاته لوړه شي. ولسمشر رئیسي په دې خبرې سره چې د ایران او انډونیشیا تمدني او معنوي اړیکه یوبل ته ډیره نزدې ده، څرګنده کړه: انډونیشیا ته په سفر کښې به په اقتصادي، تجارتي، کلتوري، ګمرکي او صحي برخو کښې ځینې هوکړې لاسلیک شي د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان وویل: تهران او جکارتا د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په اړه ګډ نظر لري، دواړه هیوادونه د یواړخیزپالنې مخالف او په سیمه کښې د پایدارې سولی  غوښتونکي دي او دا ګډ نظرونه لامل کیږي چې یو بل ته لاډیر نزدې شي.

علی اکبر احمدیان د ملی امنیت د لوړې شورا سیکرټر شو .

امریکا وایی د نتانیاهو دولت چارواکي  په قدس کې د ځایونو درناوی وکړی .

کیهان

د اسلامی ایران ولسمشر ایت ا... رییسي له تهرانه ، جکارتا ته روان شوی دی .کیهان ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو ترڅنګ د ښاغلی سید ابراهیم رییسي یو انځور هم چاپ کړی دی چی دولتی چارواکي یې هم په مهراباد هوایی ډګر کی بدرګه کوی .

د ایران د اسلامی شورا مشر قالیباف ویلی دی د هیواد د ځوانانو د شهادت په وړاندی د خاینانو چوپتیا د ایرانی ملت له سترګو لیرې نه پاتی کیږی .

د لبنان د حزب ا... نویو وسلو د صیونیسټانو خوب ورک کړی دی .

جنرال سلامي وایی  د سراوان د شهیدانو غچ به د دغه کار له آمرانو او عاملانو واخلو. ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی چی د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان د غیرتي پوله ساتونکو د شهادت په مناسبت یو پيغام کښې ټینګار وکړ چې د سراوان د پیښې له آمرانو او عاملانو څخه به د شهیدانو بدل واخلو. سردار حسین سلامي د پاکستان له خاورې د سراوان په سرحد باندې د ترهګرو په حمله کښې د پنځو ایراني سرحدي ځواکونو د شهادت په مناسبت یو پیغام کښې ولیکل: د کراې ترهګرې ډلګۍ او د ایران د ستر ولس دښمنان دې پوه شي چې د وروستۍ پیښې د مظلومو شهیدانو د پاکې وینې بدل به د دغه جنایت له آمرانو او عاملانو واخلو. هغه په یو پيغام کښې د ایران د پولیسو مشر قومندان احمد رضا رادان ته د یادو غیرتي سرحدي ځواکونو د شهادت تسلیت ووایه او مبارکي یې ورکړه.

طالبانو په ملګروملتو کې د شتون غوښتنه وکړه .

امریکا په الاقصی جومات د صیهونیستی وزیرانو په حملې نیوکه وکړه .

د عمان سلطان د ایران او مصر د اړیکو د ښه کولو لپاره کوشش کوی .

هشت صبح

نوموړی ورځپاڼۍ نن یوه مقاله چاپ کړی ده چی عنوان یې دی که دوام غواړئ نو نظام جوړ کړئ . ورځپاڼه په دغه مقاله کی لیکی چی دا د علم او عمل نړئ ده. دا د اوږدو مزلونو، لرې منزلونو، بريښنايي پرمختګونو او مصنوعي ځيرکتيا دوره ده. دا د ساينس، تخنيک معلوماتي تکنالوژي او د فضايي تسخیر په برخو کې د نوښتونو او رقابت پيړۍ ده او دا په ساينسي برخه کې د زورورو لخوا د ساينس او تيکنالوژي په برخه کې د وروسته پاتې قومونو د لاندې کيدو سيالي ده. دلته دوستان او دښمنان تلپاتې نه، بلکې د ګټو په تله کې له تلل کيدو وروسته خپليږي او يا هم هر ځاى او هره لحظه بدليږي؛ دلته ريښتنولي او معيارونه يوازې شعاري بڼه لري، ديموکراسي او بشري حقونه يوازې د غرب استعماري حربې دي.

کله کله رامنځته شوې ناخوالې او ناپړيتو باندې به حساب نه کوو. اصلي خبره دا ده چې په يويشتمه پيړئ کې موجود نړيوال هژمونيکي سياستونه هم د بدلون په معرض کې قرار لري. د استعمار زړې نسخې له وخته تيرې شوې دي. ماډرن استعمار د ځواکونو په زور د هېوادونو  لاندې کولو پرځاى  د مرستو ترعنوان لاندې د پيچلو مالي رمزونو کوډونو او ترکيبونو په کارولو د نورو هېوادونو په اقتصادي شاهرګ باندي د پښو ايښودلو له لارې تحقق پيدا کوي. د توپک په زور د حکومت کولو او امتیازاتو ترلاسه کولو دوره په ختمېدو ده. نه ملا په هره دنده کې ځليداى شي نه انجينر د هر کار لپاره اهل ګرځيداى شي او نه هم ډاکټر له خاورې څخه د دفاع په سنګر کې ښه ښکاره کيږي.

شک نشته چې افغانان په انفرادي توګه ويښ او شجاعت لرونکي ولس دى خو کله چې خبره اجتماعي حيثيت ته ځي نو په تيرو پنځو لسيزو کې مو حالت د تاسف او افسوس وړ له له پريوتو او غورځيدو څخه ډک دى. نه مو د يرغلګرو په وړاندې د درنې قرباني په نتیجه کې د واقعي خپلواکي موخې ترلاسه کړې، نه مو د واک په سر د خپلمنځي جګړو د مخنیوي افتخار ومونده، نه مو يرغلګرو لخوا  زموږ ديني او ملي ارزښتونو ته د زيان رسولو په تړاو په ټوليزه توګه غبرګون وښود، نه په تير حکومت کې د فساد د مخنيوي کې په ټوليز ډول خپل ملي مسئوليت ادا کړ او نه مو هم تير حکومت او طالبان د دوحې د تړون د محتویاتو په چوکاټ خپلمنځي سولې ته مجبور کړاى شول.

په اوسني حکومتى جوړښت،  انحصاري ذهنيت، کورنیو او بهرنیو تګلارو ټکنى حالت او د حکومتولي په برخه د ډېرو سترو نيمګړتياو د شتون له امله له لمر څخه روښانه ده چې دغه ډول حکومتونه په شاذ او نادر ډول تر ډېره وخته پورې پاتې کيداى شي، خو د افغانستان په سياسي ډګر کې په معيارونو باندي د برابر سياسي بديل نشتون د اوسني حکومت د بقا ضمانت د افغان ولس او نړيوالې ټولنې سره له موجوده حکومت سره تعامل يوازنۍ لاره ده. شک نشته چې د خپل ولس او نړيوالې ټولنې د يو اړخيز تعامل په وړاندې د حاکمې ډلې لخوا د جمود او رکود حالت هم زيات دوام نشي کولاى او په مطلق ډول د ناهيلى توب په صورت کې د بديل رامنځته کيدل به حتمي او د فرصتونو له منځه تلل به زيانونه وزيږوي.

مسیر ورځپاڼه

افغانستان کې د ډينګي ناروغۍ د مخنيوي لپاره ښځینه روغتياپالانې روزل شوي .

ارګاشیف د اروپايي ټولنې استازي سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت ا...ارګاشیف په دغه هېواد کې د اروپايي ټولنې له سفیر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له استازي سره کتلي دي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د اتباعو په ځانګړې توګه د هلکانو او نجونو لپاره د تعلیمي پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د ازبکستان، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وشوې. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین پر اړتیا ټینګار وکړ، چې په کې زده کړو او کار ته د لاسرسي حق او همدارنګه د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو ټینګار وشو.

تېر کال د ناچاوده توکو له امله ۷۰۰ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، تېر ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې په ماین چاودنو، له جګړې پاتې د ناچاوده وسیلو او په کور کې د جوړو شویو چاودېدونکو وسیلو په چاودنو کې له اوه سوه زیات ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. اوچا دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې دا په ورځ کې په متوسط ډول دوه ماشومان دي چې په افغانستان کې د چاودنو قرباني کېږي. اوچا دغه څرګندونې د ملکیانو د خوندیتوب د اوونۍ د شپږمې دورې له پیلېدو سره چې پرون یکشنبې د مې په ۲۲مه پیل او د مې تر ۲۵ پورې دوام کوي، کړې ده. د ملکیانو د خوندیتوب اړوند مسایلو په اړه به نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه سرخلاصي غونډه کې هم بحثونه وشي.