ایران او اندونیزیا په ملي کرنسۍ سوداګریزې چارې ترسره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133284-ایران_او_اندونیزیا_په_ملي_کرنسۍ_سوداګریزې_چارې_ترسره_کوي
د ایران ولسمشر د خپل اندونیزیايي سیال سره د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې سوداګریزې چارې به په ملي اسعارو ترسره کړي.
(last modified 2023-05-23T09:18:54+00:00 )
May 23, 2023 12:53 Asia/Kabul

د ایران ولسمشر د خپل اندونیزیايي سیال سره د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې سوداګریزې چارې به په ملي اسعارو ترسره کړي.

د ایران ولسمشر د خپل اندونیزیايي سیال سره د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې سوداګریزې چارې به په ملي اسعارو ترسره کړي.

سید ابراهیم رئیسي وویل، ټاکل شوې چې د ایران او اندونیزیا ترمنځ د سوداګریزو چارو را کړه ورکړه شل میلیارد ډالرو ته ورسیږي، خو تهران او جاکارتا پرېکړه کړې چې ټولې سوداګریزې چارې به په ملي کرنسۍ ترسره کړي.

نوموړي چې د خپل اندونیزیايي سیال جوکو ویدودو سره یې ګډې خبري غونډې ته خبرې کولې، زیاته کړه، د دغه سفر پر مهال یې  دواړو هېواودنو ترمنځ د ښو اړیکو او پرمختګونو په برخه کې مثبت ګامونه اخیستي.

د نوموړي په وینا ایران او اندونیزیا له تېرو اویا کالونو راهیسې په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، سیمه ییزو او نړیوالو برخو کې ښې او مثبتې اړیکې لري او د ایران د اسلامي جمهوریت او اندونیزیا چارواکو ترمنخ د نن ورځې د ګڼ شمېر سندونو لاسلیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا ښو او دومداره اړیکو هوډ څرګندوي.

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، په ایران د ظالمانه بندیزونو سره، سره دې هېواد د کاربوهانو او متخصصینو په مرسته د ټکنالوژۍ او اقتصادي برخه کې پراخه پرمختګ کړی او ډاډ یې وښود چې دا بندیزونه او ګواښونه به په هیڅ صورت د پرمختګونو مخه ونه نیسي.

سید ابراهیم رئیسی له ګاونډیو او همزولو مسلمانو هیوادونو سره ملګرتیا او ارتباطات د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه وبلل او څرګنده یې کړه: اندونیزیا په مهمو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو کې غړیتوب لري او د ایران لپاره له دې هېواد سره د اړیکو پراخوالی خورا مهم دی.

. سید ابراهیم رئیسی زیاته کړه: نن سبا د ایران په اسلامی جمهوریت کې ښځې او نجونې په مختلفو ډګرونو کې اغیزمن او کامیاب شتون لري او د دوی کړنې د ایران لپاره د افتخاراتو سرچینه ګرځیدلې، همدا راز یې باور وښود چې افغان میرمنې او نجونې هم د دې وړتیا لري چې د خپل هېواد لپاره په بېلا بېلو برخو کې کار وکړي او له دې لارې د اسلامي نړۍ د افتخاراتو لامل شي، همدا راز یې  افغان نجونو او میرمنو ته د زده کړو او کار فرصتونو په برابریدو ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې د امریکې دوه لسیزو شتون د ۳۵ زره معیوبینو په شمول له تباهۍ او وژنې پرته بل څه نه دی ډالۍ کړې او په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې د ایران او اندونیزیا له ګډې مبارزې څخه هم خبر ورکړ.