نوښتونه (۷۴)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133306-نوښتونه_(۷۴)
د دغې پروژې یوه غړۍ میرمن ډاکټر فرنوش وایی لکه څرنګه چی د ګلوټین له مصرف ډدې ګول او سخت خوراکی ډایټ ممکنه ده د سلیاک ناروغۍ نښې نښانې کمې کړی
(last modified 2023-05-23T07:40:18+00:00 )
May 23, 2023 12:02 Asia/Kabul
  •  نوښتونه (۷۴)

د دغې پروژې یوه غړۍ میرمن ډاکټر فرنوش وایی لکه څرنګه چی د ګلوټین له مصرف ډدې ګول او سخت خوراکی ډایټ ممکنه ده د سلیاک ناروغۍ نښې نښانې کمې کړی

 

ګلوټین د غنمو ،اوربشو په شان غلو کې یوجوړښتی پروټین او د خوړو یو پیژندل شوی الرژن دی . په سلیاک ناروغۍ اخته کسانو کې چی له ګلوټین سره اړونده ګډوډی دي ، پد ګلوټین درلودونکیو محصولاتو مصرف د حساسیت سبب کیږی . په همدې خاطر د تهران پوهنتون څیړاندو په سلیاک د اخته ناروغانو لپاره په غلو مشتمل خوړو بیلګو د ګلوټین د محتوا د چټک تشخیص لپاره نانو حسګری طراحی کړه . په دغه څیړنه کې چی د تهران پوهنتون د الیکټروکیمی موسسې په ازمښت ځای کی ترسره شوی ده ، د روټۍ او اوړو په نمونوکې د ګلوټین د اندازې د ټاکلو لپاره یوه چټکه تشخیصی روده وړاندی شوی ده .

د دغې پروژې یوه غړۍ میرمن ډاکټر فرنوش وایی لکه څرنګه چی د ګلوټین له مصرف ډدې ګول او سخت خوراکی ډایټ ممکنه ده د سلیاک ناروغۍ نښې نښانې کمې کړی . نن سبا ډیر هیوادونه د مصرونکیو د ډاډ لپاره تولیدونکی شرکتونه ژمن کړی دي چی په خوراکی محصولاتو کې د ګلوټین نه شتون د محصول دپاسه درج کړی . په خوراکی موادوکط د موجودو ګلوټینو د اندازې ټاکل زیاتره د ایمونواسی او د پرمختللیو الو د استفادې له لارې ترسره کیږی چی ډیر لګښت لری او د کمو عایدو لرونکیو هیوادونوکې د خوراکی موادو انالیز او سټیکر لګول نه

Image Caption

 

ترسره کیږی .

د دغه څیړاندی په وینا پر دې سربیره په دودو رودو کې د تشخیص په کیټونو کې د استفادې وړ  پادتنونه باید په ځینو رنګونو سره سټیکر شي چی د هغه ټیکنالوجۍ یوازې د ځینو هیوادونو په انحصار کی ده . همداراز په حرارت سره برابر شویو خوراکی موادو په نمونو کې پادتنونه خپل غبرګون منل له لاسه ورکوی او د ګلوتن د دقیق تشخیص خنډ کیږی . دغه محدودیتونو په دودو رودو کې د ګلوتن د ارزانه ، ساده ، حساس  ، چټک تشخیص لپاره د یوه تازه اوزار وړاندی کول ضروری کړی دي .

د ډاکټر فرنوش په وینا دغه حسګر نانو د فلور سانس نشر لرونکی دی او د ګلوتن شتون د فلورسانس په نشر سره ښی . د دغې څیړنې موندنې او معلومات د الزویر په مجله کی خپاره شوي دي .

په بله بریا کې د کاشف فرزان وطن پوه بنسټه شرکت څیړاندي د ککړو چاپیریالونو د هوا د تصفیې او همدراز د سطوحو د سینټایز کولوالې په جوړولو کی بریالی شول چی له فیلټر استفادې پرته هوا او چاپیریال له ککړتیاو ، ویروسو ، میکروبونو او بدبوی پاکوی . له دغې الې په هغو چاپیریالونو کې چی ککړتیاو سره په تماس کی دي لکه ازمښت ځایونه ، روغتونونه ، کورونه ، د ناروغانو ساتونکی مرکزونه وغیره ، استفاده کیدلې شي .

د دغه پوه بنسټه شرکت مشر په وینا د دغې الې د کار څرنګوالی په دې ډول دی چی له هغو مختلفو تیکنالوجیو چی  پکې شتون لری لکه د یونیزاسیون تیکنالوجۍ ، د اوزون له ګازو استفاده ، د چاپیریال هوا د ککړتیاو په له مینځه وړونکیو عواملو سنبالوی . په نتیجه کی د چاپیریال هوا تصفیه کیږی او هم په چابیریال کې مختلفو سطوح سینټایز یا ضد عفونی کیږی . ددغه شرکت د مشر په وینا دغه محصول  له کیماوی موادو او فیلټر څخه د نه استفادې په دلیل د لګښتونو د کمیدا سبب کیږی او څو کاله چاپیریال ضد عفونی کوی .

ایرانی څیړاندې امیر شیخی د پنسیلوانیا د ایالتی پوهنتون یوې څیړونکی ډلې د ستنې یوه نرۍ وصله ابداع کړی ده چی له معمولی پټیو په له کارنده روده د زخم د وینې بهیدا مخنیوې کوی .

دغه وصله معمولا وړکوټی مربع شکل پلیمرونه دي چی لاندې یې ډیرې وړکوټی ستنې موجودی دي . کله چی دغه ستنې په پوستکی پریس کیږی نو یوازې د پوستکی د پاسه ورداخلیږی .

دغه ډول وصلې له درد پرته درمل د ناروغ وینې منتقلولی شی . دغه وصلې نور ډیر زیات کارندوالی لري .

تیره اونۍ همداراز په تهران کې د دانشګاه شریف یوشمیر څیړاندي د هوا د تصفیې د فیلټرد پډ په جوړولو کې بریالی شول چی د ادارو او کورونو په شان په داخلی چاپیریالونو کې د هوا د تصفیې الې ته له اړتیا پرته ذد استفادې وړ ده .

د پوه بنسټه شرکت دغه محصول په صنایعو ، ښاری سیمو او حتی داخلی چاپیریالونو کې پراخ کارندوالی لری . دغه فیلټرونه له چابیریال بد بوی ، ویروسونه او میکروبه له مینځه وړي  او د مختلفو ککړتیاو د جذبولو او د سوپراکساییډ او هیډروکسیل ریډکلونود تولید له لارې د هغو د ویشلو او له مینځه وړلو توان لری او په اداری او کور چاپیرل کې په دریو حالتونو کی د استفادې وړ دی .

په یوه بله بریا کی د یوه ایرانی پوه بنسټه شرکت څیړاندو د(asafetida(   انغوزه د وحشی بوټی په کرکې بریالی شول چی په ډیرو درملیزوخواصو سربیره د عطر جوړولو په لومړنۍ مادې په توګه هم استفاده کیږی .

انغوزه یا انقوزه په ډیر غوښین او ضخیم جرړې سره یو بوټې دې . دغه بوټې په وچو او ګرمو سیمو لکه ایران ، افغانستان او هند کې وده کوی او زیړ رنګ ګلونه لري . د دغه بوټی له ډنډرکی یوډول ماده ویستل کیږی چی ورته انغوزه ویل کیږی . د دغه شرکت څیړاندو دغه بوټې په علمی رودو سره کرلې او ترلاسه کړې دې .

د درملیزو بوټیو په ډګر کی فعال  د پوه بنسټه شرکت مشر په وینا د دغه ډول بوټیو شمیر ډیر زیات له تباهۍ سره مخامخ وو له دې امله د هغه کرل کیدا د دغه بوټی د له مینځه تلو مخنیوی کړی دی . انغوزه یو وحشی بوټې دې او غوټۍ کول یې ډیر کم وی . دغه شرکت  له دغه بوټی اته محصوله تولید کړی دی چی د انغوزه اسانس د دغه بوتی یو محصول بلل کیږی .

د دغه څیړاندي په وینا د دغه بوتی اسانس په دنیا کی د عطرو د تولید لپاره استفاده کیږی او دغه شرکت د دغه اسانس د خرڅولو او صادراتو په لټه کی دی  ځکه چی په عطرو کی د دغې مادې په شتون سره د عطر د بوی پاتی کیدا زیاتیږی .

د دغه بوټی بل کارندوالی په مصالحو کی دی او د دغه شرکت هدف  هندته د داسې بوټی صادرات دی چی د مصالحوپه تولید کی کارندوالی لري . دغه بوټی همداراز ضدعفونی کولو وړتیا اوخاصیت هم لری او د هغو تحقیقات ښی چی دا د سګی عفونتونه درمان کولې شی .

پای