د تهران اوجکارتااقتصاد د یوه بل بشپړونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133388-د_تهران_اوجکارتااقتصاد_د_یوه_بل_بشپړونکی_دی
رییسي همداراز وویل د انډونیشیا په سفر کې په اقتصادي ، تجارتي ، کلتوری او انرژۍ په حوزو کې د ملګرتیا ۱۱ سندونه لاسلیک شول .
(last modified 2023-05-25T02:37:16+00:00 )
May 25, 2023 07:05 Asia/Kabul
  • د تهران اوجکارتااقتصاد د یوه بل بشپړونکی دی

رییسي همداراز وویل د انډونیشیا په سفر کې په اقتصادي ، تجارتي ، کلتوری او انرژۍ په حوزو کې د ملګرتیا ۱۱ سندونه لاسلیک شول .

 

د ایران پریس له راپور سره سم د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي بیګا د انډونیشیاله دوه ورځنی سفره وروسته وویل له مختلفو هیوادونو سره د ایران ارتباط د ګاونډیتوب او سیمه پالنې د سیاست په اساس دی . رییسي همداراز وویل د انډونیشیا په سفر کې په اقتصادي ، تجارتي ، کلتوری او انرژۍ په حوزو کې د ملګرتیا ۱۱ سندونه لاسلیک شول .

د ایران ولسمشر  همداراز انډونیزیا ته د خپل دوه ورځني رسمي په پاې کښې پرون د دغه هیواد په استقلال جومات کښې په شتون سره هلته د ورځې د لمانځه له ترسره کولو وروسته په یوې وینا کښې د انډونیزیا د لمونځ ګزارو په ټول کښې په   خپل شتون خوښي څرګنده کړه.

هغه د مسلمانانو  پیوستون ، وحدت او کوټلتیا مهمه او سټراټيژیکه وبلله او ویې ویل دغه پیوستون هیڅکله هیر نکړئ ځکه چې هغه د انډونیزیا او د اسلامي نړۍ ستره پانګه ده او جوماتونه د عبادت او د راغونډیدا پرځاې سربیره باید د مسلمانانو د ټولنیزو مسوولیتونو مرکز او ورایښت هم ووسي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي خدای پاک ته د توجه کول په لړ کښې نورو خلکو ته پام کول د جوماتونو اصلي او ضروري کړچارونه وګڼل او ویې ویل نن سبا د فلسطین د خلکو حقوقو ته توجه کول چې د مستکبرانو له ظلم سره مخ دي او دغه راز د میانمار او د  نورو هیوادونو د  خلکو حالت ته پام کول چې له مشکل سره مخامخ دي د مسلمانانو دنده او د الهي رضا د جلبولو لپاره ضروري چاره ده.

هغه په دې خبرې سره چې دښمن په نړۍ کښې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو او په مسلمانانو کښې له  ایران څخه د خلکو د ویرولو کوشش کوي وویل د دنیا مسلمانان باید پوه شي چې د دوې تر ټولو ښه دوست چې د دوې د عزت، خپلواکۍ او د دوې د ویاړونو فکر کوي او د دوې ناامنۍ د خپل ځان ناامنۍ ګڼي د ایران اسلامي جمهوریت دی.