پاکستان اوافغانستان د ګاونډیتوب حق رعایت کړی
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران د اسلامی شورا د پولې کمیټۍ مشر شهریار حیدری د پاکستان او افغانستان له لوری د ګاونډیتوب د حق په رعایتولو په ټینګار سره وویل د پولو د امنیت تامینول او د هیرمند حقابه د نړیوالو تړونونو په اساس لازم الاجرا دی .
ده وویل تهران په ځلونو اعلان کړی دی چی که پاکستان د پولو د امنیت په تامین کې وس نلری نو اسلامی ایران چمتووالی لری چی د پاکستان د خاوری په مناسبه ژورتیا کې امنیت رامینځته کړی البته دا موضوع د پاکستان په غوښتنې پورې مشروطه ده .
حیدری په دوام کې د سیستان او بلوچستان بلې ښکارندې یعنی د اوبو کمښت ته اشاره وکړه او ویې ویل د ایران او افغانستان ترمینځ د هیرمند تړون او پروټکلونه باید اجرا شی او نړیوال نظام د همدغو تړونونو په اسا جوړ شوی نو ځکه د هیرمند اوبه باید هیڅ وخت په ایران ونه تړل شی .
د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت د کمیشن د اوبو ډیپلوماسۍ د کمیټۍ مشر مرتضی محمود وند هم وویل ګاونډې هیواد افغانستان باید د هیرمند د حقابې په اړه اقدام وکړی او باید په دې زمینه هیڅ کوتاهی ونشی .